۱۳۹۵ دی ۲۲, چهارشنبه

د اتمر صاحب ترڅیړنو پوري !

لیکوال: خالد هادي 

د ۲۰۰۹ کال د اګست پنځه ویشتمه ووه چي سهار وختي د سپوږمي صالون سره پولیسو خبریال داوخان مینه پال دپیښي په ځای کي څو ټیټي چکې ګرم کړی و ، په نور جهان هوټل کي خبریالانو د ولایت سره د پریکون اعلان کړی وو
اته بجې وي چي اتمر صاحب کندهار ته راورسیدی او د کندهار د سختي او ویرونکي تراژدۍ د څیړلو مشري ورتر غاړه وه .
د والي د ویاند شهید ډاکټر پرویز نجیب د مسلسل غوښتونو په اساس چي ویله د خدای لپاره راسه تر مرکزه شرم دي وزیر صاحب راغلی دی چي خبري کنفرانس ورکړي خبریالان نه راځي ، زړه نا زړه ولایت مقام ته ورغلم
تر روغبړ وروسته والي ویسا اتمر صاحب ته د چاودني کیسه د ملي تلویزون د راپور لمخي پیل کړل . اتمر صاحب ښه ښه ورته لرل په اخیر کي اتمر صاحب ویل چيراځي له نژدې ئې وګورو. د سپوږمۍ صالون تر څنډو ورغلو د پیښي ځای مو داسي ولیدی چي اتمر صاحب ګر سره زړه نه وو چي له موتړه راتا سي . چي راکښته سو هر ګام ئې دغسي اخسته تا چي ویل پر ماین پښې ایږدي .

ما ورته د سیتا کمپنۍ د کور لوري په ګوته ورته وښوده چي د چاودني اصلي ځای و. خو اتمر صاحب ويل بس بس همدومره کافي دي .
بیرته ولایت ته راوګرځيدو ، اتمر صاحب تر پیښي د تراژدۍ او د ۱۰۸ کسانو تر وژل کیدا په دې ډیر خفه وو چي خبریالان ولي ندي راغلی .
د ولایت په مقام کي ئې خبري کنفرانس زما او عزیز پوپل په موجودګۍ لومړي د خبریالانو څخه په بخښنه غوښتلو پیل کړي .
هغه څه چي ویسا ورته ویلي وه هغه ئې تکراره ما او پوپل ته وویل .
تر خبری کنفرانس وروسته مي امید وو چي اتمر صاحب به په کندهار د میشتو امریکائې ځواکونو دهغه تحقیقاتو غوښتنه وکړي چي دوی پرون د چاودني وروسته کړي وو ، یا به د امریکا یانو څخه د هغه بالون د ویډیو صحنې طلب کړي چي پر کندهار پورته ولاړ دی او یا به د ملي اردو او ملي امنیت د راپورونو له مخي د پیښي ژورو ته ور کښته سي خو دا هر امید مي هغه په اوبو لاهو سو چي اتمر صاحب وویل ښه زه درڅخه رخصتیږم !
دا وو د وخت د ولسمشر د ځانګړيو څیړنو لپاره درالیږل سوی استازي لخوا دهغي پیښي تحقیقات چي زموږ ۱۰۸ تنه پکښي وژل سوي و نو څه فکر کوي چي د تیري ورځي تحقیقات به جناب اتمر صاحب په خپل دونیم ساعته سفر کي څرنګه کړي وي ؟
په دې ملک کي د دولته لمنځه دجګړې دوام ته لمن وهل کیږي . هرڅه قصدا ګونګ پریښودل کیږي که ئې په قوانینو او اصولو د یوڅو پیښو پر سر یو څو مشران د وظفوي غفلت په جرم پر کور کښنیولي وای نو د ډیرو پیښو مخنیوی به مو پر کړې وای خو نه ....

هیچ نظری موجود نیست: