۱۳۹۵ دی ۱۲, یکشنبه

لعنت پر کم تجربه ممثلینو / له اشپز سره باندار

د سرنوشت ورځپاڼي مسؤول اسد وحیدي کیسه کوله ویل :ماخوستن (٧:٢٥) وې، له يوې شمېرې زنګ راغى، کود د ايران و، ويل يې زه اميرخان متقي يم، د ‌طالبانو د فرهنګي کميسيون مشر. زما په ستاينه يې پيل وکړ،
ماویل نو تا څه ورته وویل ؟
ویل ما يې خبرې ور پرې کړې، ورته ومې ويل: په تمثيل کې کمزورى يې، بل ځل دې چې داسې کار کاوه، د تمثيل تمرين ډېر وکړه. ټيليفون مې بند کړ.
وروسته يې له همغې شمېرې، خو د پاکستان له کوډ څخه مسيجونه را ولېږل، په مسيجونو کې ليکلي: (( زموږ له خوا د هغو دوو کسانو کار خلاص دى، موږ به يې در وليږو، پوهنتون به داخل کي، هلته په مسلحانه حمله شروع کي، بيا به ځان ته انفجار ورکړي...)).
ماویل لعنت د استخباراتی شبکو پر کم تجربه ممثلینو .
په دي وخت کښي زمونږ اشپز څه ویل غوښتل خبره می ور غوڅه کړه ماويل ته ورشه یوه ترخه قهوه تیاره کړه سړی سخت ویریدلی چي یو څه ریفرش شي .
ویل څه ؟
ما ویل Refresh .
ویل چشــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــم

هیچ نظری موجود نیست: