۱۳۹۵ دی ۷, سه‌شنبه

روسان غواړي طالبان د ملیشو په بڼه وکاروي

لیکوال : عنایت الله کاکړ
طالبان بايد هېڅکله هم فکر ونکړي چې له روسيې سره د دوي نژدېوالی یې د حکومت پر وړاندې يوه ستراتيژيکه لاسته راوړنه ده. بلکې روسيه داعش ته د یوې داسې امريکایي پروژې په سترګه ګوري چې غواړي د منځنۍ آسيا له لارې یې د روسيې کرايمیا او قفقاز ته ولېږدوي او هلته د روسیې د نفوذ په سيمو کې ور باندې اړ ودوړ رامنځته کړي. له دې امله چې د داعش هسته د مرکزي آسیا له سخت دريځو جوړه ده او د عمر روسي په څېر وژونکي یې مشران وو، نو د روسيې دا اندېښنه بې ځايه هم نه ده. څنګه چې افغانستان د دغې ډلې ټرانزیټي لاره او افغان دولت یې د امریکا د ستراتيژيک پارټنر په حيث ملا تړی دی، ځکه نو روسيه د دوو کارونو په لټه کې ده:
لومړی:
افغانستان باید په یوه داسې بفر سټيټ واړول شي چې داعش همدلته را ايسار کړای شي او مرکزي آسيا ته د نفوذ مخه یې ونيول شي.
دوهم:
په افغانستان کې داعش د ايسارتیا لپاره داسې ډله په کار ده چې د زور له لارې یې مخه ونيسي. ښکاره خبره ده چې طالبان له دولت او داعش دواړو سره مخالفه ډله ده او د خپل غښتلي او پراخ حضور له لارې کولای شي د داعش پر وړاندې ودريږي.


اوس چې امریکایانو په شمال کې د دولت د کمزوري کولو لپاره کومه ډرامه پیل کړي ده، هدف یې دا دی چې دولت کمزوری او په شمال کې د مرکز ګرېزه ملېشو د فعالیت لپاره مجال رامنځته کړي.
د همدغه مليشه ایزم په ترڅ کې به امريکا هڅه وکړي چې لرې پرتې غرنۍ او سرحدي سيمې د ځایي او ماوراءالنهري داعشیانو په واک کې ورکړي.
روسيه خپل ځان ته د متوجه دغو ټولو ګواښونو د مقابلې لپاره اجيرو ملېشو ته ضرورت لري. پخواني افغاني کمونستان د آمريکا په کشتۍ کې سپاره دي. طالبان خپله کشتۍ نه لري. روسان غواړي چې طالبان په خپله کشتۍ کې سپاره او د ملېشو په بڼه یې وکاروي. روسانو يوه سرباري هوښياري دا کړيده چې د طالبانو سيمه ايز خواخوږي چين او پاکستان یې هم په دې لوبه ور ګډ کړي دي.
افغان دولت به د خپلو ستراتيژیکي ارګانونو له لارې د صورتحال د قابو کولو په موخه خپل کار کوي، خو هغه څه چې ډېر مهم دي، د طالبانو بصيرت او درايت دی. که خدای مکړه طالبان په افغانستان کې د روسيې په لاس د پيليدونکي کومې بلې خوني ډرامې ممثلين شول نو نه به یې تاريخ معاف کړي او نه هم د دوه نیم میلیونه شهیدانو ارواګانې او وارثين. د طالبانو په ولسي ملاتړو کې هېڅ داسې کور نشته چې د شورویانو پر وړاندې یې شهيد نه وي ورکړی.
طالبان به هغه مهال په کومو سترګو ولسي خلکو د کورونو دروازې د شپې تېرولو او ډوډۍ په موخه ور ډبوي...!



د طالب او روس اړیکې ناروا، د امریکا سره اړیکې روا

هیچ نظری موجود نیست: