۱۳۹۵ آذر ۲۴, چهارشنبه

د ارګ په اشپزخانه کښي تحول او تداوم / له اشپز سره بانډار



ده مبارک قیصه کوله ویل  په تیري اونۍ کښي زمونږ هیواد  د څو عجیبه  شاني خبرونه شاهد و .
اشپز ور وڅښیده ویل قربان دي شم هغه کوم خبرونه و ؟
ویل غوږ ونیسه هسي هم د افغانستان سرنوشت د اشپزانو په لاس کښي دي
 لومړی خبر دا و چې د اشرف غني د غله حکومت مامورینو په تیر کال کې له بیچاره  ولس نه درې زره ملیونه ډالر رشوت اخستی دی.
دوهم خبر  داچي د شمشاد په حواله  په افغانستان کې له پنځوس سلنه زیاتو ښځو په دولتي ادارو کې په شجاعانه ډول جنسي تیري په ځا زغملي دي .

په دي وخت کښي اشپزخپل تندي ته څپيړه ورکړه ویل زوي دي ومره لا له دي شجاعت سره .
دریم خبر داو چې په هالنډ او بریتانیا کې افغان سفیران او ډپلوماتان تښتیدلي  او په نورو هیوادونو کې د پنا اخستلو په لټه کې دي .
څلورم  خبر دا و چې له جرمني هیواد نه د افغانستان ۷۰ فعالو ډیپلو ماتانو د پنا اخستنې غو ښتنه کړې ده .
پنځم خبر چي  تر ټولو هیښونکی او د لوی شرم خبر  دا  پيښ سو چې د ارګ سر اشپز  لمړی مرستیال  دوستم له خپلو لسو تنو شاګردانو  سره یو ځای بزکشي  پر  ۷۰کلن چاپ انداز  جنسي تيری وکړ .
په دی وخت اشپز ښه ور نژدي شو ویل  صیب شپږم خبر دي له یاده ووت .
ویل هغه څه و؟
ویل هغه دا و چي  د ننګرهار د ښیوي په ولسوالي کښي د یو اربکي قوماندان باډۍ ګارد د خپل ټوپک  په زور دوه خوندي په یوه شپه ځانته  نکاح کړي .
په دي وخت کښي ده مبارک ورته وویل :پریږده اشپزه یاره د مفکرینو په اشپزخانه  کښي به لاډیر دوامداره تحولات وویني .

هیچ نظری موجود نیست: