۱۳۹۵ آذر ۳۰, سه‌شنبه

سياسي خوبونه او غير سياسي تعبيرونه


ليکوال: عبدالنافع همت
په خوب کي فیسبوک ليدل:
کاشف الاسرار والاشرار شيخ جورج ټرمپ يار وايي چي په خوب کي فيسبوک ليدل دومره ډېري ماناوي لري چي شمېر يې د افغانستان په سياسي نظام کي تر مشاورينو هم اوړي. که د ماليې وزرات يو لوړپوړی چارواکی خوب ويني چي خپل يوه دوست ته يې (ريکويسټ) استولی او هغه رد کړی، نو تعبير يې دا دی چي ولسي جرګه به د نوي مالي کال بوديجه رد کړي، نو ښه به دا وي چي د ولسي جرګې يو شمېر زورورو او ښکرورو غړو ته پروژې ورکړي، که داسي و نه کړي، نو وزير صاحب به صلب صلاحيت او لکه جنګي چرګ بڼکي به يې ور باد باد کړي.

که د ولسي جرګې يو وکيل خوب ويني چي د خپل بهرني سفر يو عکس يې پوسټ کړی، خو هيچا هم کامنټ يا لايک نه دی ورکړی، نو دا تعبير لري چي د ولسي جرګې په راتلونکو انتخاباتو کي به ناکام سي، خو که د انتخاباتو کميسيون له کوم غړي سره دوستي او خيښي وکړي امکان لري چي بريالی سي او ان دا چي په همدې وکالت کي مړ سي، خو که له کانکريټي دېوالونو راووزي، نو امکان لري چي په همدې وکالت کي يې د شهادت لوړه مرتبه هم په نصيب سي.
که يو جهادي رهبر يا قوماندان خوب ويني چي د فيسبوک له لاري له يوې ښکلي نجلۍ سره چټ کوي او په دې وخت کي ناببره برېښنا ولاړه سي، نو تعبير يې دا دی چي حکومت ته يې د تېرو لسو کالو د برېښنا محصول نه دی ورکړي، نو ښه به دا وي چي ژر تر ژره محصول تحويل کړي، که داسي و نه کړي، نو په دې دنيا کي به په رسنيو کي رسوا سي او په اخرت کي به يې د جنت حوري له نصيبه ووزي.
که د انتخاباتو کميسيون يو غړی خوب ويني چي په زرګونو خلکو ريکویسټونه ورلېږلي، نو دا مانا لري چي د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو پر مهال به زرګونه کانديدان مراجعه ورته وکړي. که د هغوی ريکويسټونه يې ومنل، ايمان يې په ترخه کي کښېښود او له هغوی سره يې په درغليو کي مرسته وکړه، نو په مليونونو ډالر به پيدا کړي، بيا نو کولای سي لکه تيمورشاه ژمی په پېښور او دوبی په کابل کي تېر کړي. دغه ډول کولای سي چي د څلور ودونو تر څنګ لسګونه ګرل فرينډي هم ولري.
که د ولايتي شورا يوه ښځينه وکيله خوب ويني چي له خپلي پاڼي څخه د خلکو کامنټونه ليري کوي، نو تعبير يې دا دی چي خپل پخوانی مېړه به له کوره وشړي او پر ځای به يې له يوه نوی ځوان، ياني بيخي صفر کيلوميټر هلک سره واده وکړي. که د سولي شورا يو نارينه غړی خوب ويني چي د نجلۍ په نوم آی ډي يې جوړه کړې او خورا ډېرو ځوانانو ريکويسټونه ورلېږلي، نو دا مانا لري چي سوله هسي يو فريب دی او جګړه به نور هم زور واخلي. کاشف الاسرار والاشرار شيخ جورج ټرمپ يار وايي چي که چا په خوب کي د فيسبوک له لاري هر استخباراتي چينل ته ډېر ښکنځل کول، نو تعبير يې دا دی چي دی مبارک خپله د همدې چينل استازی او تړلی چرګ دی. شيخ الفساد مولانا هيرامنډوي صاحب فرمايي چي که چا خوب ليده چي په فيسبوک کي يو چا ته ښکنځل کوي او هغه هم ورته ښکنځل ورته کوي، نو دا مانا لري چي امريکايان، ګاونډيان او وسله وال مخالفين به خپله يوې موافقې ته سره ورسېږي، د سولي شورا ته هيڅ اړتيا نسته، نو ښه به دا وي چي د سولي همدا مبارک غړی استعفا وکړي او په کور کي پر ارامه خپل چټ ته دوام ورکړي، په کور کي هم ټول پخواني امتيازات ور رسېږي.
که يو معين خوب ويني چي په دالېز کي مراجعين قطار قطار ولاړ وي او دی مبارک له يوې ښکلي نجلۍ سره مينه ناک چټ کوي، نو مانا يې دا ده چي ډېر ژر به ځان ته د ښایسته سالارۍ پر بنسټ يوه ښايسته پېغله نجلۍ مشاوره وټاکي. که همدا معين صاحب خوب ليده چي له نجلۍ سره د فيسبوک له لاري ويډيويي خبري کوي، نو تعبير يې دا دی چي همدا ګلالۍ مشاوره به په بهرنيو سفرونو کي هم ورسره ملګرې وي. که يو رئیس خوب ويني چي د فيسبوک پاس وړډ ځني هېر سوی، نو تعبير يې دا دی چي ډېر زوړ سوی، فکر يې په يوویشتمه پېړۍ کي هم انالاګ او په ډيجيټل زمانه کي د ژوند کولو استعداد نه لري. سکرټر يې څو څو واره د مکتوبونو په منځ کي بانکي چيکونه پټ ورته ايښي او په ده مبارک يې لاسليک کړي دی، بس دغه يې پرده ده چي استعفا ورکړي او خپله څوکۍ ځوانانو ته پرېږدي، که داسي و نه کړي ، نو ډېر ژر به لکه ړوند موږک د پنير په حرص کي په تلکه بند سي.
که يو قاضي خوب ويني چي ډېر چټي او بې مانا پوسټ يې کړی او بيا يې هم په زرګونو کامنټونه او لايکونه يې اخيستي، نو خولۍ يې په غوړو کي ده. په راتلونکو څو مياشتو کي به د رشوت له لاري دومره ډالر پيدا کړي چي د وښو په ډول يې خره ته ورواچوې، نو خر به موړ سي خو اخور به بيا هم له ډالرو ډک پاته وي. که د ملي امنيت يو رئیس خوب ويني چي چا يې ( آی ډي) هک کړې، نو تعبير يې دا دی چي يوه ګاونډي هيواد نوی تروريستي بريد پلان کړی او ډېر ژر به د دې ډول اواز واوري. که د پوهنتون يو استاد خوب ويني چي لوڅ او مبتذل عکسونه او ويډيوګاني لايک کوي، نو ډېر بد تعبير لري. علامه عشق چي صاحب فرمايي چي څو ورځي وروسته به په فيسبوک کي د نوموړي استاد داسي ويډيو خپره سي چي له يوې ښکلي محصلي نجلۍ سره په ډيپارټمنټ کي عشق بازي کوي او په بکګراونډ کي به د اردو دا سندره هم اورېدل کېږي: (( بند کمرې مي پيار کرينګې - پیار پيار پيار بې شمار کرينګې)).
که يو والي خوب ويني چي چا يې کامنټ پاک کړی، نو تعبير يې دا دی چي د پسرلي په راتلو سره به د دولت وسله وال مخالفين د ولايت ټولي ولسوالۍ ونيسي، خو دی مبارک به د خپلي ځيرکتيا او زړه ورتيا له امله د ولايت په مرکز کي روغ رمټ پاته وي او ولسمشر ته به د ولايت د امن په اړه د خيروخيريت راپورونه ورکوي. که کوم ښاروال خوب ويني چي خپل يوه دوست (انفرينډ) کړی، نو دا مانا لري چي ډېر ژر به يې د رشوت او اختلاص دوسيه څارنوالۍ ته ولاړه سي، خو که د قضايي او عدلي ارګانونو کولمې ورغوړي کړي، نو د پخوا په شان به بيرته سپين چرګ پاته سي. که د ولسمشر يو مشاور خوب ويني چي يو چا ته پرله پسې مسيجونه استوي، خو هغه ځواب نه ورکوي، نو تعبير يې دا دی چي په راتلونکو پاته دريو کالو کي به هم د ولسمشر مخ و نه ويني، خو که په يوه ګمرک کي کميشن کاري شروع کړي، نو تر دې به زر واره ډېري پيسې وګټي.

هیچ نظری موجود نیست: