۱۳۹۴ اسفند ۵, چهارشنبه

د سولې شورا رياست، که سياسي رشوت /احمدالله احمدزی


جبران خليل جبران وايي "په لومړي ځل يې چې و ويل ومې منل دوهم ځل يې چې خبره تکرار کړه شکمن شوم، په درېيم ځل پوه
دا اوږده مقدمه زموږ د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله د ګډې پرېکړې پر مټ د سولې عالي شورا لپاره د پير سيد احمد ګيلاني او د هغه د ټيم ټاکلو سره راياده شوه.
شوم چې درواغ وايي" د جبران دا خبره د انسان د راواني کمزورۍ ښه انځور دی. هر وخت چې څوک کوښښ کوي، خپل درواغ رښتيا ثابت کړي، نو خبره ډېره تکراروي او که بیا يې هم څوک ونه مني نو قسم هم پر خوري. د انسان دا کمزوي د نړيوالې ډيپلوماسۍ يو مهم عنصر دی. ډيپلوتان د سياستوالو او ليډرانو داسې حرکتونه په ډېره باريکۍ ارزوي او ورپسې يې په اړه فیصله کوي. نړیوال ډيپلوماتان د انسان دې کمزورۍ ته متوجه دي، له همدې امله پرمختللي هيوادونه خپلو ډيپلوماتانو ته دا درس ورکوي چې د خبرې له تکراره دې ځانونه ساتي او که چېرته يې مقابل لوری خپلې خبرې تکراروي، نو ډيپلوماتان بايد بهرنيو چارو وزارت ته په دې اړه خبرداری ورکړي، تر څو د پېښېدونکي ګواښ مخنيوی وکړي.


له هغه وخته، چې امريکا د نړيوال ايتلاف په مشرۍ پر افغانستان يرغل وکړو، هر سړی به يې د طالب او شکمن مخالف په نوم واژه او دا پرېکړه يې کړې وه، چې د طالبانو په نوم به هېڅوک هم په افغانستان کې ژوندي نه پرېږدي. هغه مهال د امريکا دفاع وزير ډونلډ رمزفيلډ او نورو چارواکو ويل، چې طالبان د تاريخ له پاڼو پاک شول او نور به يې څوک نوم هم په خوله وانه خولي، خو هغه مهال، هم ځينې تاريخ پوهانو، لکه افغان فيلسوف او تاريخ پوه قدرت الله حداد، د مصر د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز مشر طلعت رميح او نورو پوهانو دا وويل، چې طالبان به ډېر ژر د امريکا او نورو قوتونو لپاره سرخوږی شي او پايله يې هم موږ تاسې وليدله.
هغه مهال، چې د طالبانو بريدونه زيات شول، نو د تمې خلاف د ډيپلوماتانو پر ځای امريکايي جنرالانو له نظامي اډو په خپلو ليکونو او خبري غونډو کې غوښتنه وکړه، چې د افغانستان بحران د جګړې پر ځای بايد د خبرو له لارې حل شي او د جګړې له لارې دا حل ناشونی دی.
له هغې وروسته امريکا د افغان دولت په واسطه د پخلاينې يو بهير پیل کړ، چې لومړنۍ مشري يې حضرت صیب صبغت الله مجددي سره وه، بيا ۱۳۸۹ل کې د استاد برهان الدين رباني په مشرۍ د سولې عالي شورا په نوم يوه اداره جوړه شوه، چې د اتو ښځو په ګډون ۶۸ غړي يې درلودل او هر يو يې د مياشتې لسګونو زره ډالر اخيستل.
له هغه وخته، چې هر وخت د چارواکو له خولې د سولې او روغې جوړې تکراري خبرې اورم او کړنې يې د سولې ضد وينم، نو د جبران خليل جبران خبره راياديږي.
د سولې عالي شورا هم د نورو ادارو او وزارتونو په څېر له نا اهلو او سولې ضد خلکو ډکه وه، تر اوسه يې هم کومه لاسته راوړنه نه ده ليدل شوې او ميلونونه ډالر يې نوش جان کړل، مګر د پوښتنې څوک نه شته، چې سوله چېرې ده يا دا دومره ډالر چېرته لاړل، چې بالاخره استاد رباني هم په کې سر وخوړ او د جعلي کارونو پايله همدا ډول وي. د استاد رباني له وژل کېدو وروسته د سولې عالي شورا رياست د هغه صاحب حق صلاح الدين رباني ته په ميراث ورسېد او بخت يې ياري وکړه اوس د بهرنيو چارو وزير شو.
د نوي حکومت له راتلو تر اوسه خلکو پر حکومت نيوکې کولې، چې د سولې شورا رياست لپاره وړ مشر نه شي ټاکلی، نو اشرف غني او عبدالله به ويل، چې ډېر ژر به د سولې شورا لپاره وړ او غښتلی مشر وټاکي، چې بالاخره تېره ورځ ولسمشر غني او اجراييه رييس ولسمشرۍ ماڼۍ کې د يوې غونډې په ترڅ کې نوي کلن پير سيد احمد ګيلاني د سولې شورا مشر او پنځه نور د سولې دښمنان يې ورته مرستيالان وټاکل.
پير صيب به په دې عمر د سولې لپاره څه توره وکړي، چې نه يې څوک په خبره پوهيږي او نه د خپل ځان د ټينګولو دی، بس د خلکو په مرسته حرکت کوي او نه هم په مخالفينو کې يو زره اندازه اغېز لري. همدا رنګه د نوموړي مرستيالان هر يو کريم خليلي، حبيبه سهرابي، عطاءالرحمن سليم، مولوي خبير او حاجي دين محمد د اشرف غني او عبدالله د ټيم غړي دي او ټول يې په يوه خوله د سولې دښمنان دي او هېڅکله نه غواړي، چې مخالفين دې ټوپک وغورځوي او هېواد کې دې سوله راشي.
ښه نو دا ميلونونه ډالر لګول د څه لپاره، د سولې شورا رياست او ترکيب لپاره دا ډول خلک ګومارل د څه لپاره؟
دا هغه بدهي سوالونه دي، چې امريکا، نړيواله ټولنه او افغان حکومت يې په ځواب ډېر ښه پوهېږي، چې د يوې ټکې ګټه يې هم نه شته.
د امريکا او افغان حکومت لومړنۍ موخه دا ده، چې له هغو ايکسپاير پرزو پرې ځانونه خلاص کړي، چې د ټک کار نه وي او يوازې حکومت ته سرخوږی پيدا کوي، دغه خلک يې د سولې شورا په نوم اداره کې راټول کړي او خپل ځان يې ترې بې غمه کړی دی.
د سولې شورا بله موخه دا ده، چې مخالفين په خپلو کې سره ووېشي او يو يو ترې راجلا کړي، مګر له تېرو څو کالو راهيسې د حکومت دغو هڅو د ګټې پر ځای حکومت ته زيانونه واړول، چې استاد رباني په کې سر وخوړ او د استخباراتو پخوانی مشر اسدالله خالد په کې له نيم ځانه خلاص شو، چې اوس نه د ژوند دی او نه د مرګ.
که حکومت رښتيا سوله غواړي، نو د سولې شورا په څېر ادارو پر ځای دې عملا د سولې لپاره زمينه برابره کړي، د سولې ضد هڅې دې پرېږدي، ولسي خلک دې د طالب په نوم نه وژني او زندانونه ته دې نه اچوي، د دفاع وزارت او امنيت رياست په چوکاټ کې دې خلکو په ځانګړې توګه پښتنو سره له کرکې او تعصب ډک چلند مخنيوی وکړي او خلکو ته دې دا ثابته کړي، چې دوی د ولس خواخوږي دي او د سولې لپاره هرې قربانۍ ته تيار دي.
تېره مياشت قطر کې د پګواش غونډې ته د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شيرعباس ستانکزي وويل، چې دوی د زړه له تله سولې ته ژمن دي او د افغانستان سولې په اړه هغه ستونزې، چې بهرنيانو سره اړيکه لري، بايد امريکا او نړيوالې ټولنې سره پرې خبرې وشي او کومې ستونزې افغان حکومت سره تړلې وي، د هغو لپاره به افغانانو سره خبره کيږي، مګر د هر ډول سياسي اړيکو او خبرو اترو يوازينۍ مرجع قطر کې د طالبانو سياسي دفتر دی او له دې دفتر پرته له بل چا سره اړيکه د طالبانو استازيتوب نه شي کولای. ښه چې ستا مخالف د سولې ادرس درښيي او ته په نورو لارو سر يې، نو موږ به څنګه ومنو، چې افغان حکومت سوله غواړي او که موږ نه پوهېږو، دوی دې ولس ته روښانه کړي، چې د سولې لپاره دومره اوږدو لارو چارو ته څه اړتيا ده؟
دوه سری حکومت هېڅکله سولې ته ژمن نه دی او په دغه کاواکه حکومت غواړي، د سولې په نوم خپله دوره تېره کړي، راتلونکي حکومت ته به پرېمانه ستونزې او کړاوونه پاتې وي، بيا به همدغه د اشرف غني مامورين د بل واکمن له ادرسه پر اشرف غني او عبدالله ډزې کوي او اوس چې د اشرف غني کرايي ليکوالان او غوړه مالان د ټولو ستونزو پړه پر پخواني ولسمشر کرزي اچوي، همدغه خلک به راتلونکي وخت کې د هرې ستونزې او نادودې پړه پر اوسنيو واکمنانو اچوي.
که په لنډو ټکو ووايو، چې د سولې شورا رياست بل هېڅ ګټه نه لري او ټول ولس يې په موخه پوهيږي، چې دا يو سياسي رشوت دی، بل هېڅ نه.

هیچ نظری موجود نیست: