۱۳۹۴ تیر ۲, سه‌شنبه

شكر دى چې قومندان نه وم! / لیکوال: عبدالبصیر منیب

عجيبه دنيا، عجيبه خلك، عجيبه ستايل او فيشن لرو! خداي قدرت دى هرڅه لپاره مناسب وخت او مكان وي په تولنه كې كله كله داسي وخت هم راشي چې يو اصطلاح او يا منصب خلك ور باندي فخر كوي؛ د مثال په توگه كله چې څوك ورته قومندان صاحب خطاب كوي دير زيات خوشحاله شي، نو متاسفانه چې د جهاد په دور كې او دا مليشه قومندانانو داسي نامشروع كارونه او اعمال ترسره كړل چې اوس خلك ورباندي شرميږي او كه ورته قومندان صاحب خطاب كوي تاسونه خواهش كوي چې لطفاً ماته قومندان خطاب مه كوه. 


زما يو دوست دى چې پخوا افغانستان كې قومندان وو او هغه كوم جهادي، مليشو او يا اربكيو قومندان نه وو. ليك او لوست او پوهنتون نه وروسته، دا مسكين شاهي دور كې  قومانداني منصب ته رسيدلي وو.
اوس محال جرمنې كې اوسيږي او دير نيك شخص او نيك مخلوق د الله دى.
پس له دير وختونه ما ويل، راځه قومندان صاحب پوښتنه وكړم. 
اوس محال دا تكنالوجئ نړئ كې دير زيات اسانتياوئ رامنځ كړي چې كولاي شو د دوست او ملگرو خبر واخلو.
كله چې تيلفون مې وكه تصادف قومندان صاحب په كور نه وو او سوسيال دفترته ويلفير كارونو پخاطر اپوينتمنت درلوده. مشر ځوي تيلفون ته ځواب راكه او روغبر نه بعد راته وويل : كاكا جانه!   مورجانه مې، سلام نه بعد وايې نور پلار جان ته قومندان خطاب مه كوي او ورته حاجي صاحب مناسب او ښايسته لقب دى، ځكه دلته په جرمني كې افغانان قومندان نوم نه نفرت لري.
ځان سره مې وويل عجيبه وختونه او عجيبه مخلوق او عجيبه ستايل او فيشن دى دغه دنيا كې يو وخت چه قومندان وي او دير په آسانه دې ښځه كوله او اوس داسې وخت راغي چې خلك قومندان نوم نه نفرت لري.

هغه څه كوي چې دلته په امريكا كې زما بل ملگري دى او د جهاد په دور كې د كابل ولايت استرغچ دره كې ديره غته جبهه درلوده او د حضرت صاحب قومندان وو. زما خو داسي خاص نه ياديږي چې حضرت صاحب تنظيم په كابل او هغه هم په استرغچ دره كې داسې كوم قومندان او يا جبهه درلوده. حضرت صاحب غريب ټول افغانستان كې دوه او يا درئ تكړه قومندانان درلوده چې هغه هم د حزب اسلامي نه سلاح او مهماتو په خاطر خپه شول.
زما دا ملگري، قومندان دلاور خان نوميږي او د جهاد دور يو ښكلئ يادگاري انځور،  ستنگر راكت په اوږه سره د تور رنگه پكول هم په سر لري.
كله چې جهاد ختم او مجاهدين كابل فتح كړ نو زما دا ملگرئ بل مصروفيت نه درلوده، د هغه مصروفيت دا وو چې د پخواني جهادي مشرانو ځېني ستنگر راكت، د كنر ولايت چار تراش، زاره تانگونه، مخدره موادو تجارت او قاچاق كوو ، خو هماغه وو چې طالبان راغلل او دلاور خان قومندان صاحب قاچاقي اروپا او د اروپا نه امريكا ته مهاجر او دلته سياسي پناه واخيسته.

دلته په امريكا كې دلاور خان سره اړيكي او تگ راتگ زيات شول او كله كله په هوا خورئ او سياحت هر خواته تلو، ځكه چې مسافري ژوند او وخت تيرول وو؛ نو يوه ورځ غړنئ سيمه او يوه ښكلئ دره وه؛ نو كماندړ صاحب يو دير اوږد افسوس او اووف وكه!!!!
والله دغه دره، مجاهدينو غڼد لپاره دير ښايسته، سكون او مناسب ځاي دى. هلته يو قرارگاه سره د دهشكه، هلته بله سره د زيكويك او هلته به دافع هوا راكت نصب كړو،  والله كه د دښمن پلار او الوتكه راشي.
مونږ چه كله د دلاور خان دا خبره اوريده ملگرو سره بحث كوو هرچا طرز فكر فرق كوي، نو قومندان صاحب په جهاد او غړونو كې وخت تير كړي نو ملامت ندى.
هغه څه كوي چه څو موده د مخه لاس انجلس ښار ته په چكر او سياحت لپاره تللي وو، نو لاس انجلس ښار ديره ښكلا او جگ پورئ بلدنگونه زيات لري، نو كماندړ دلاور خان يو جگ ساختمان شاواخو تاويده.  مونږ داسي فكر كوو كيداي شي قومندان صاحب افغانستان كې دننه همدا شان كوم جگ ساختمان جورولو اراده لري، نو يو ملگري ترينه پوښتنه وكره؛ قومندان صاحب څنگه دې بلدنگ نه شاخوا تاويږي؟ دلاور خان لږ ځندنه وروسته په جواب كې وويل، ياره ځان سره مې فكر كوو چې راكت لانچر، تانك او گړينت ماين وي او دا بلدنگ دير په آسانه د جنگ په وخت كې تخريب كيږي.
نو ملگرو بيا سره بحث شروع كړ، ياره دا قومندان صاحب مسكين ملامت ندى نو دي هماغه زاره او پخوانئ فكرونو كې دوپ دى او ديره مشكله ده چې دا هغه او نورو داسي فكرونو ته تغير وركې.   
مونږ او نورو ملگرو د درناوي او محبت نه ورته قومندان صاحب او كله كله بيا كماندړ صاحب خطاب كوو او هغه به دير زيات خوشحاله وو په دغه قومندان كلمه او اصطلاح.
خو هغه بله ورځ دلته چا ختم او خيرات درلوده.  كله چې ما ورسره روغبړ كولو، خواته گوښه كړم  او دير په عاجزانه او مودبانه طور خواهش وكړ؛چې نور راته قومندان مه وايه. ما وويل دا ولي قومندان صاحب په څه خاطر؟
ياره ما دا اوس تانه خواهش وكړ چه ماته قومندان مه وايه او ته بياهم ماته قومندان خطاب كوي. فقط او فقط دلاور خان راته وايه! ولي دا قومندانانو په زور درئ او څلور ښځې ونكري، د خلكو ځمكي غصب نشوي، په دوبي او شارجه كې تجارت او بلدنگ نلري؟ دغه بخت زمينه او خان قره باغي دا مجاهدينو مړ نكړ؟  او اوس بيا گوره چې هماغه مجاهدينو رهبر ځوي نغمي سره وداه وكړ او هماغه رهبر چې د بي حجابي په خاطر داكتر اناهيتا او ببرك سره د شاهي دور پارلمان كې شخره وه او اوس ځويې قومندان شريف، نغمي سره وداه وكړ او دا بل وگوره ځان ته د مجاهدينو وارث بولي او د قومندان مسعود سكه ورور،  تاته ياده وم، رويا دوست او آرزو نكبين ته تقدير نامي وركوي.
خداي ته گوره نور ماته دلاور خان وايه او قومندان مه وايه!  ځكه دغه قومندان اصطلاح نه مې نفرت دى!
ځان سره مې لږ شانته ځندنه وروسته وويل، د دلاور خان عقل او فكر اوس سرته راغي.
دا عجيبه دنيا، عجيبه مخلوق او عجيبه ستايل او فيشن دى! چې يو كس په تولنه كې غلط عمل كوي او دا ټول وزيران، وكيلان، ملايان، قومندانان او ډمانو نوم ورسره بد شي.

ليكوال: عبدالبصير منيب

هیچ نظری موجود نیست: