۱۳۹۴ خرداد ۲۵, دوشنبه

د عراقی ترورستانو په وړاندی د اسلامی امارت بم وچاو دید

  
له هغه وروسته چی د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کی د طالبانو او او د داعش په ترهګری ډلی پسی د تړیلو اشخاصو ترمنځ د تاوو تریخوالی خبرونه خپاره شول طالبانو د داعش دغه کار په افغانستان کی د بر بنډی لاس وهنی په توګه و انګیرل او د طالبانو درهبری شورای درییس ملا اختر محمد منصور له لوری  د  داعش مشر ابوبکر البغدادی ته تنبیهی سر خلاصی لیک استولی شوی چی په یوه برخه کی ویل شوی (دا چې د  افغانستان  د اسلامي امارت قیادت د هیواد ۱۵۰۰ علماوو (د اهل حل وعقد شورا) د شرعي انتخاب او مبایعت په اساس تعين شوی او د الشيخ حمود بن عقلاء الشعيبي رحمه الله په څیر د اسلامي نړي مشهورو فقهي علماوو او د شیخ اسامه  رحمه الله په  څیر مشهورو جهادي قائدینو  دغه شرعي امارت تائید او  له  هغه سره بیعت كړی ،  او همداراز اسلامي امارت  تر اوسه  پوري  پر خپل  هماغه اسلامي موقف ثابت  ولاړ دی،اوپه ټوله نړۍ کې داهل سنت والجماعت دټولو پیروانو خواخوږي ورسره ده او هیچا داعتراض وړ څه نه دي ور باندي پيدا کړي، دې ته په پام سره په افغانستان كې د نوي موازي صف پرانیستلو ته نه شرعا او نه هم عقلا كوم اړتیا لیدل كیږي).

د لیک بشپړ متن

محترم ابوبکرالبغدادي  ته داسلامي امارت درهبري شوری لیک
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله معز التوحید وأهله، ومذل الشرك و حزبه، وأشهد ان لا اله الا الله وحده لا شریك له في ربوبیته و ألوهیته و أسمائه وصفاته، و أشهد أن نبینا محمدا عبده و رسوله، اللهم صل و سلم و بارك علیه و علی آله و أصحابه  وبعد :
ډیرمحترم ابوبکرالبغدادي  او ستاسو تر مشرۍ لاندې  د امریكايي اشغال پر خلاف  ټولو جنګیدونكو مجاهدینو!
السلام علیكم ورحمت الله وبركاته
له الله تعالی  څخه غواړو چې د هغه جل جلاله د كلمې د لوړ والې او د اسلامي سپیڅلي نظام  د تنفیذ په  لاره  كې  د حق د لارې ټولو مجاهدینو ته كامیابي اوپه الهي سپیڅلیو احكامو  د تمسك او اعتصام  توفیق ورنصيب  كړي.
محترمو! افغانستان  د اسلام د مقدس دین د ظهور له لومړۍ پیړۍ  څخه تراوسه پوري  د اسلام  مستحكمه  قلعه  او  له جزیرة العرب  وروسته  يي   د آسیا په  لویه  وچه كې  د اسلام  په اشاعت  او خپراوي كې  مهم  رول  لرلای.
د معاصر جهادي دور نړیوال اتلان امام المجاهدین شیخ عبدالله عزام ، قائد المجاهدین شیخ اسامه بن لادن ، قاهر الصلیبیین ابو مصعب الزرقاوي او قاهر الملحدین خطاب رحمهم الله جمیعا ټولو د افغانستان  د جهادي مدرسي  د شاګردي ویاړ درلود .
په كوم عزم چې  له پیله  مجاهدینو د انګریزانو ، روسانو او نننیو امریكایانو  پرخلاف جهاد پیل كړی  او د اسلام لپاره چې يي قرباني وركړې ، اسلامي امارت  او افغان مسلمان ولس په دې لاره كې نه هیریدونكي قربانۍ  وركړې او لايي هم وركوي چي دا دی یوځل بیا داشغال ګرو صلیبیانو په ضد مقدس جهاد دكامیابۍ پړاوته نږدي شوی امریكایان او دهغوی كافر ملګري اكثریت تښتیدلي مجاهدین ورځ تر بلي پراخي سیمي تر خپل كنټرول لاندي را ولي او روان ۱۴۳۶ هـق كال كي دلاډیرو بر یاو امید لروترڅوددښمن دپاته شونو ټغرهم ورټول كړو.انشاءالله تعالی، وماذالك علی الله بعزیز.
ښاغلو!  په  افغانستان باندې  د امریكا په  مشرۍ  د یرغل د اساسي لاملونو څخه یو  هم  دلته  د هغه اسلامي حاكمیت له منځه وړل وو چې د قران او حدیث  د احكامو مطابق داهل سنت والجماعت په روښانه تګ لاره جوړ  ، او د هیواد حكومتي ارګانونو له لوري   د حكومتي سيستم  په  ټولو مجالاتو كې واجب الاجراء و،دشرك اوكمونستي فساد فكرجرړي یې ایستلي وي ،دټولوبدعتونو او خرافاتو مخه یې نیولي وه.
 دغه  ډول اسلامي نظام  د امریكاپه  مشرۍ نړیوال كفرته  د زغملو وړنه و  او  هماغه  وه  چې  دمختلفو پلمو په ارائه كولو سره یې  ورباندې  وحشیانه  برید وكړ.
افغان مسلمان ولس د اسلامي امارت تر قیادت لاندې  چي په رأس كي یې امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد(ادام الله حیاته ) قرار لري په ډیره میړانه سره  د متجاوزینو پرخلاف جهادي صفونه برابر او پوره ۱۳ كاله یې  د یرغلګرو له  تیري څخه  د افغانستان  د آزادي او اسلامي حاكمیت  د پلي كولو لپاره بیساري قربانۍ وركړي  .
 هغه  څه چې  د  صلیبي اشغالګرو په  مقابل كې  د اسلامي امارت   د جهادي پالیسي د امتيازي خصوصیت په توګه تاسوته یادول غواړو  هغه  دا دي، چې اسلامی امارت  د  نړیوال كفر  پرخلاف  د جهادي  صف  پر يووالي  او مر صوص ساتلو ډیر تركیز لرلی او اوس یې هم لري .
ځكه   مونږ  د شوروي اشغال پرمهال د جهادي صف  د تفرق او تعدد ناوړه اغیزې په سترګولیدلې چې په  نتيجه  كې یې  د افغانستان  د ۱۴ كلن جهاد  د یونیم ملیون شهیدانو  د وینو ثمره  ضائع ، او د  اسلامي امت ټولې  هغه   هیلې یې له خاوره سره خاورې كړې چې په دغه اسلامي جهاد پوري یې تړلې وي.
د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  د هغه مبارك ارشاد له مخې چې فرمايي {لاَ يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ}  رواه البخاري برقم 83، ومسلم برقم 7690.
اسلامي امارت  په افغانستان كي د جهادي صف پر یووالي ځكه ډیر ټینګار لري چې د جهادي  صف  مرصوص ساتل  مأمور به عمل    او الله تعالي  په  دې اړه فرمايي :
إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفّاً كَأَنَّهُم بُنيَانٌ مَّرْصُوصٌ (4) الصف.
اوبل ځای په صريح نص سره  قرآن كریم مسلمانان له تنازع ، تفرق او خپل منځي اختلاف څخه منع كوي او هغوی ته داسې وايي:  وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَاصْبِرُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (46)  الانفال
اسلامي امارت  د پورتنیو قراني نصوصو د تعمیل  ، د پخواني جهاد له  تجربو او د خپلې ټولنې  او محیط  څخه  په  كافي معرفت  سره   په افغانستان كې  د جهادي  صف  تعدد  دلته  نه د جهاد او نه هم د مسلمانانو په  ګټه بولي ، ځكه   د افغاني محیط خصوصیت دادی چې  تل  د داخلي اختلافاتو  او شخړو ښكیل وي ، اوكه چیري  قیادت یو او صف واحد وی بیا د  داخلي اختلافاتو  احتمالات له منځه  ځي .
 اسلامي امارت  تر اوسه پوري  د اختلاف او تفرق ټولې فتنې  په وحدت الصف سره  شنډې كړې وي  اوس كه  د لته  د امارت ترڅنګ  د بل جهادي صف او یاهم بل قیادت  رامنځته  كیدلو كوښښ كیږي  نو په لوی لاس  به   د اختلاف او تفرق  فتنو  ته  زمینه سازي كیږي  ؛ ځكه  خو اسلامي  امارت په  افغانستان  كې  جهادي فعاليت  يواځي  د امارت تر قیادت لاندې مشروط  او  پر  لاندې نقاطو اصراركوي:
۱ـ  دا چې  د اسلامي  صف یووالی مأمور به  عمل  او  په  تیره بیا له كافرانو سره  د  قتال او مقابلې  په حالت كې  یوضروري امر دی نو په افغانستان كې  د  متجاوزو امریكایانو او د هغوی  د ګوډاګیانو پر خلاف  جهاد  باید  تریوه  بیرغ ، یوه  قیادت او یوه امر لاندې وي .
دا چې د  افغانستان  د اسلامي امارت قیادت د هیواد ۱۵۰۰ علماوو (د اهل حل وعقد شورا) د شرعي انتخاب او مبایعت په اساس تعين شوی او د الشيخ حمود بن عقلاء الشعيبي رحمه الله په څیر د اسلامي نړي مشهورو فقهي علماوو او د شیخ اسامه  رحمه الله په  څیر مشهورو جهادي قائدینو  دغه شرعي امارت تائید او  له  هغه سره بیعت كړی ،  او همداراز اسلامي امارت  تر اوسه  پوري  پر خپل  هماغه اسلامي موقف ثابت  ولاړ دی،اوپه ټوله نړۍ کې داهل سنت والجماعت دټولو پیروانو خواخوږي ورسره ده او هیچا داعتراض وړ څه نه دي ور باندي پيدا کړي، دې ته په پام سره په افغانستان كې د نوي موازي صف پرانیستلو ته نه شرعا او نه هم عقلا كوم اړتیا لیدل كیږي.
۲ـ  د شرع او سالم  عقل په اساس مسلمانان  مكلف  دي چې  د خپلې اسلامي ټولنې د عُلیاشرعي او دُنیوي مصالحو لپاره هغه لارې چارې غوره كړې چې  د دوي  د تحفظ ،خوندیتوب او موفقیت  لامل ګرځي ، اسلامي امارت خپل ټول شرعي او دنیوي مصالح په وحدة الصف كې ویني او ترنورو نومونو او بیرغونو لاندې دلته ځانته فعالیتونه  داسلام ، مسلمانانو او جهادي مصالحو  په زیان  بولي  .
د افغانستان اسلامي امارت ددیني اخوت له مخې ستاسي خیر غواړي  اوپه چاروكې یې دنه لاس وهني فكراو ارزو لري، بالمقابل  له تاسونه هم د بالمثله رویې تمه لري او د اسلامي اخوت د رشتې له امله تر ې یوازې دخیرخواهي تمه كوي،په افغانستان كې دروان جهاد وضعیت ته په پام سره د اسلام او مسلمانانو خیر یوازې په دې كې دی چې په افغانستان كې جهاد تر متحد صف لاندې ادامه پیدا كړي.
۳ـ  د افغانستان اسلامي امارت   د خپل جهادي  مقاومت  په  جریان  كې تر یوه  بیرغ او واحد قیادت لاندې  امریكایانواو دهغوی ملګرو  ته ملاماتوونكى شكست وركړی ،د هیواد له ښارونو پرته ټولې سیمې یي له كفري اشغال ،شرك اونوروخرافاتوڅخه خلاصې كړي او له دوه لسیزې مقاومت او راسخ پاته كیدو وروسته  داسلامي امارت متحدصف په سیمه او نړۍ كې دنړیوال كفر په وړاندې د مقابلې یو الهام بښونكی حقیقت ګرځیدلی،  امریكایانواو داسلام نورو دښمنانو  ډیر كوښښ كړی او كوي یې چې د دغه متحد صف په متلاشي كولو سره په افغانستان كې خپل اشغال ته د كامیابي زمینه مساعده كړي ، خو اسلامي امارت لكه  څرنګه  چې یې  په  پوځي  ډګر  كې  هغوی  ته  شكست  وركړی  همدا  ډول غواړي  د خپل متحد صف په لا مرصوص ساتلو سره  د هغوي  راتلونكي تخریبي پلانونه  هم  ورشنډ كړي نو خدای مكړه په دغه حساسه مرحله كي چې له وړاندې د كفارو له ډيرو دسیسو سره مخ یو،ستاسي ملګري  باید داسې اقدام ونه كړي چې د مجاهدینو قومانده ورسره وشیندل شي، صف كې درز راشي او زموږ د دښمنانو هيلې او آرمانونه چې د اسلامي امارت په منځ كې درزونه اچول دي، ورسره پوره شي. .
۴ـ  له  افغانستانه  پرته  د اسلامي نړۍ ډیرنور هیوا دونه  هم   د امریكايانو د ظالمانه توطیو ښكار او په یوه ډول نه یوه ډول د هغوي  تر اشغال  لاندې  دي ، دا چې  تراوسه  په  دغو هیوادونو كې  مسلمانانو كومه  ملموسه كامیابي نده  ترلاسه كړې لامل یې  د هغوی تفرق او د یوه واحد قیادت نشتوالی دی ، نو د دې لپاره چې دبي اتفاقۍ  فتنه په افغانستان كي پیدا نه شي اسلامي امارت بیا هم  دلته یواځې دافغانستان  د اسلامي امارت تر واحدصف لاندې جهادي فعالیت ته اجازه وركول ستردیني او جهادي مصلحت بولي او د هغه په مقابل كې د بلې  ډلې اوصف ایجادول  د جهاد ، مجاهدینو او اسلامي مصالحو په خلاف  عمل  بولي.
۵ – اسلامي امارت  د نړیوال كفر  ، شركي اوبدعتي سلوكیاتو پرخلاف  خپل جهادي فعالیت  د كتاب الله اوسنت نبوي د احكامو په رڼاكې پرمخ بیايي ، شرعي او اسلامي مصالح ترهرڅه ورته اهم  او د هغوي  د  تحقق لپاره  د نړۍ   د مسلمانانو مادي او معنوي مرستي او حمایت ته اړتیالري،نو له تاسومحترمونه مو هیله داده چي دافغانستان داسلامي امارت په اړه له هغو منابعو نه معلو مات تر لاسه نه كړئ كوم چي دلته دمختلیفو عواملو له مخي له اسلامي امارت نه مایوسه شوي او یا هم په جهادي صف کې د جرمونو د ارتکاب له امله  له دي مقدس صف څخه ایستل شوي دي بلكي مستقیما داسلامي امارت له مسئولو مشرانو،رسمي مطبو عاتو پیژندل شویو ویندویانو نه خپل معلو مات او اطمنان حاصل كړئ ،ترڅومو یو له بل سره  اطمنان نورهم زیات شي .
۶ــ د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان كې د امریكایانو او ناټو شكست په ټوله نړۍ كې  د صلیبي ځواكمنۍ شكست بولي، او دغه  لويه كاميابي د اسلامي امارت د مجاهدینو د اخلاص، توكل صبر او وحدت په بركت الله  جل جلاله پرهغوی لورولي ، نورهم د اسلامي امارت مشرتابه او مجاهدین له الله تعالی څخه د دغې جهادي لارې د موفق اوحسن انجامولو غوښتنه كوي ،او د نړۍ له مسلمانانو او جهادي  نهضتونو تمه لري چې د اسلامي امارت  د بریا ته رسیدونكي جهاد هراړخیز ملاتړ او مرسته وكړي، نه داچې په جهادي صف كې د تفرق په خپرولو سره مجاهدین ناكام او ځوریدلی امت د كفر د شكست له خوښیو محروم كړي .
 ۷ ـ  د افغانستان  اسلامي امارت  په افغانستان كې د  صلیبي متجاوزینو پرخلاف  جهاد  او په دې لاره كې  مهمې لاسته  راوړنې  لومړی  د الله جل جلاله په نصرت  او بیا د سلګونو زره شهیدانو، زخمیانو ، اسیرانو ، یتیمانو او كونډو  په زحمتونو  تر لاسه  كړې  .
همدغه ټولې قربانۍ یې  تریوې قومندې او یوه بیرغ لاندې  په یوه متحد صف كې  وركړي  اوس كه خدای مكړه د جهادي صف  په  متفرق كیدو سره   د مجاهدینو ترمنځ  خپل منځي اختلاف ته لاره  خلاصیږي  دغه   ټولې  قرباني  او لاسته راوړنې به   بیا د همدغو اختلافاتو ښكار كیږي  او ځوریدلی مسلمانان به یې  له  ثمرې څخه  محروم كیږي،اوداهم یو ترلمر روښانه حقیقت دی چي دافغانستان اسلامي امارت نه تنها په افغانستان کې بلکي په ټوله اسلامي نړۍ کې دخپلي روښانه ماضي،داسلام په لار کې دسترو قربانیواو مدبرانه اسلامي سیاست له امله خورا زیات محبوبیت او مقبولیت لري نو الله دي نه کوي که دلته اسلامي امارت ته دهغو کسانو له لوري جنجال جوړیږي  څو ک چي ځانونه  په تاسوپوري تړلي بو لي نو په دي سره به دټو لي نړۍ مسلمانان له تاسو نه خپه شي .
۸ ــ داچي دنړۍ په بېلابېلو برخو کې اسلامي تنظیمونو او شخصیتو نو په ډېرو سختو شرایطو کې  ډېري زیاتي قربانۍ ورګړي اوهرڅوک په خپل ځای کې څه ناڅه لاس ته راوړني لري،نظم لري،اوپیروان لري  اودا هر څه یې په خورا ډېرو تکالیفواوقربانیو تر لاسه کړي دي نوتاسوته مومشوره داده چي دنړۍ په هیڅ برخه کې اسلامي حرکتونو ته  داسي شرایط رامنځ ته نکړئ چي خدای مه کړه دهغوئ خدمتونه متا ثره شي ،نظم یې خراب شي ،اوپه خپل منځي اختلاف کې شکیل شي اوبلاخره دکارونو دطرز  په اختلاف سره یا دنظر په اختلاف سره خبره تر وینو تو یولو ورسیږي  الله دي موږ او تاسو ټول له داسي حالت نه وساتي،تاسي باوروکړئ چي داډول حرکات ستاسوفعالیت او ستاسو شهرت ته نه جبرا نیدونکی زیان رسوي ،د مسلمانانو خصوصا مجاهدینو او صالحو کسانو د شهادت سبب ګرځي، دشهیدانو وارثان مايوسه کوي او دښمنانو ته دبېلابېلو حربو د استعمال موقع په لاس ورکوي.
۹ ــ تاسو ته بهتره معلو مه ده چي په افغانستان كې په تیرو څه كم څلو رو لیسزو كې ډیري زیاتي ګډوډۍ،قومي ،سمتي او تنظیمي دښمنۍ ،دكفري قوتونو مسلسلي مداخلې او نوري نا خوالي تیري شوي دي چي او س هم ډیر خلك شته چي هم هغه عقدي او دښمنۍ پالي  له همدي امله دلته په افغانستان كې  ډیر ځله  داسي كسان  دمجاهدینو په لباس كې را پورته شول چي مقدس جهاد بد نام كړي ،خودا چي له یوي خوا دالله تعالی نصرت له مجاهدینو سره مل و او له بلي خوا داسلامي امارت مسئولین ددې خاوري له ټولو وګړو سره بلد او دجهاد پخي تجربي لري نو هغه كسان ژر پيژندلای او له صحني ایستلای شي څوك چي جهاد بدنامول غواړي اوله دې جنجاله تراوسه پوري الله تعالی ډیر ښه ساتلي یو، الله دي نه كوي الله دي نه كوي چي دغه بدمخي اوغرضي كسان ستاسودلیري والي او په افغانستان كې دهغوی له نا بلدتیا څخه داسلامي دولت په نامه ناوړه استفاده ونه كړي ،نوځكه موږ بیا هم ډیر ټینګار كوو چي دي خطر ته تاسو لازیات متوجه شی ترڅودلته داسلامي امارت له موجوده تشكیلاتو دباندي بل صف اجادنشي . څرنګه چې جهاد خپل هدف (اعلاء كلمة الله) ته رسول د ټولو مسلمانانو خصوصا د مجاهدینو شرعي فريضه ده، نو اسلامي دولت هم باید دخپل دیني مكلفیت له مخې د اسلامي امارت له وروڼو سره دهغوی د وحدت او قوي ساتلو په كار كې مرسته وكړي، نه داچې خدای مه كړه له لری ځای څخه داسې تصامیم ونیسي چې هغه دلته د مجاهدینو دمشرانو، دیني عالمانو او په زرهاوو صالحو مجاهدینو د خپګان او له  تاسوڅخه دهغوی د مينې او اخلاص د له منځه تلو سبب وګرځي او اسلامي امارت دلته په څه کم څلورو لسیزو کې ددوه میلیونه مبارکو شهیدانو دپاکو ارمانونودساتلو په موخه دخپلو لاس ته راوړنو نه ددفاع په خاطر په عکس العمل لاس پوري کړي .
و صلّى الله على نبيّنا محمد وعلی آله و صحبه أجمعين.
و السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
دافغانستان داسلامي امارت  نایب  اودرهبري شوری سرپرست
الحاج ملا اختر محمد منصور)

هیچ نظری موجود نیست: