۱۳۹۴ فروردین ۱۴, جمعه

مارچ تېر شو، سوله لا هم د مرغۍ پۍ دی! /لیکوال او شناند:نظرمحمد مطمئن

په تېر سپټمبر کې واک ته د غنی له رسېدو وروسته د ډسمبر پر شپاړسمه پېښور کې پاکستانی طالبانو پر یوه ښوونځی یرغل وکړ. دلته په کابل ګردو ګومان وکړ چې د پاکستان سیاست بدل شو او سوله راغله؛ البته د دوی په باور یوازې پاکستان کولای شی افغانستان ته سوله راوړی. د مارچ میاشت تیره شوه، د ولسمشر د کار له پېله دادی نږدې ۶ میاشتی تیری شوې، د سولې اړوند ژمنې چې ولسمشر او شکیلو هیوادونو او خواوو کړی وی، یوه یې هم پوره نه شوه.

پاکستان پر طالبانو کم‌ساری فشار راوړ!
پاکستان خپل ټول فشار پر طالبانو وکاروه، دومره فشار چې په تیرو ۱۳ کلونو کې یې ساری کم لیدل شوی و، البته سیاسی فشار، تر دې چې پاکستان طالب مشرانو ته پنځه ورځې مهلت ورکړی و چې حتماً باید له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښینې او که چمتو نه شی له« بدو عواقبو» سره به مخ شی!
نږدې درې اوونۍ مخکې د طالبانو رهبری شورا بیا هم ناسته درلوده او په مطلق اکثریت یې پریکړه وکړه چې د پاکستان له خوا هر ډول فشارونه به زغمی، خو د پاکستان دغه خبره به په هیڅ ډول ونه منی چې د فشار په نتیجه کې له افغان حکومت سره  د سولې خبرو ته کښینی.
د طالبانو رهبری شورا دا پریکړه هم کړې چې د افغانستان اړوند مسایلو کې به د خپلواکۍ په ساتلو سره «هیچاته» اجازه ورنه کړی چې د سیاسی، روحی، زور او نظامی فشار له امله د هغوئ غوښتنو ته تسلیم شی، بلکې هر ډول د افغانستان مسایلو اړوند پریکړه به په خپله خوښه او په خپلواکه ډول کوی.
دا خبره هم ډېره اړینه ده چې ډېری طالب مشران اوس د افغانستان او پاکستان په سرحدی سیمو کې خوندی ځایونه لری او دا ډول د افغانستان په داخل کې هم پراخې سیمې تر خپلې ولکې لاندې لری چې کولای شی په کې له حکومتی ګواښونو لرې خوندی ژوند وکړی. اوسنیو حالاتو ته په کتو سره پاکستان هغه توان او متره نه لری چې پر طالبانو فشار راوړی او په پایله کې یې ګډ حکومت سره ناستې ته اړباسی. تېرو دیارلسو کلونو دا فرضیه څو څو ځلې غلطه ثابته کړه. د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په واکمنۍ کې هم کله چې به د دواړو هېوادونو ترمنځ سفرونه زیات شول، دا فرضیه به بیا مطرح وه چې که پاکستان طالبان د سولې خبرو ته اړباسی؛ خو دا فرضیه چې دومره غلطه ثابته شوه، نور ښایی باور پرې ونه شی.
غنی باید دغسې کړی وای!
ولسمشر غنی د امریکا کانګرس ته په خبرو کې دومره مخکې ولاړ چې ممکن  شل کلونه وروسته هم موږ افغانان همدغه ځای ونه رسیږو، او ممکن شل کاله وروسته هم همدغه ډول یو حالت امریکایان په افغانستان کې ونه وینی.
داهم د یادونې ده که چیرته د امریکا کانګرس کې د ګډ حکومت اجرائیه رئیس ته د خبرو زمینه برابره شوې وای، ممکن هغه له غنی څخه هم د امریکا عسکرو په ستاینو او صفتونو کې مخکې تللی وای.
کله چې تره کی د کودتا له لاری واک ته ورسید، هغه به روسانو ته ویل چې موږ تر پولنډ، هنګری او چکسولواکیا دوه مرحلې مخکې یو، هغوئ په ۷۰ کلونو کې ونه توانیدل چې کمونسټې قوانین په خلکو عملی کړی موږ یې عملی کول له پېله شروع کړل. لومړی مو د ځمکې د وېش اصلاحات دادی په خلکو عملی کړل.
د ولسمشر اشرف غنی ټولې خبرې  امریکایې سیاستوالو او چارواکو ته  سمې او په ځای خبرې وی، همداسی باید غنی کړی وای، د غنی خبری تر ډیره تشریفاتی وی، بې نظیره تشریفات او مننه، ولی امریکایان عادی خلک نه دی، هغه انتظار دی چې د ګډ حکومت د مشرانو له خوا دغه خوږې او تشویقی خبری په عمل کې ووینی.
امریکایان د ده په خبرو له دی امله هم راضی ښکاری چې اوس به هغوئ خپل ملت ته جواب ولری چې په افغانستان کې داسی حکومت راغلی چې د امریکایانو صفت کوی، د امریکایی سرتیرو وژنه او د هغوئ زخمې کېدل دا ډول د امریکایی ملت ټکسونه بې ځایه نه دی تللی.
ولسمشر غنی وکولای شول چې  امریکا ته په خپل سفر سره د راتلونکو دوو کلونو له پاره خپل واک د امریکا د ملاتړ له امله ګرنټی کړی. ولی په کور دننه او ارګ کې دننه مخالفتونه ورته لاهم غټ ګواښ دی،   پخوا فکر کیدی چې ګډ حکومت به ډیر ژر د خپلمنځې اختلافونو له امله ړنګ شی.
ستونزه چا سره ده؟
ولسمشر غنی وویل چې زموږ  ستونزه له پاکستان او په دوېم قدم کې له طالب سره ده، معلومیږی چې غنی غواړی له پاکستان سره هغه مهمه ستونزه چې د ډیورنډ یوطرفه کول دی، همدې ته یې اشاره او په دی به خبرو ته تیار وی.
دا ډول غنی غواړی چې پاکستان سره تر اخر حده پورې مخکې ولاړ شی، تر څو پاکستان مخامخ دیوال ته ودروی چې یا خو ورسره لاره یوسی او یا خو ومنی چې رښتونی نه دی، نو په دواړو حالتونو کې به غنی د امریکا او نړیوالې ټولنې توجه ځانته جلب کړی.
که چیرته پاکستان او افغان حکومت توافق ته ورسیږی، بیا به پاکستان طالبانو ته ووایې چې نور په پاکستان کې د دوی له پاره د اوسیدو توان او توافق نه لری، هڅه به وکړې چې طالبان له ګډ حکومت سره خبرو ته تشویق کړی.
د پاکستان اړوند تګلاره باندی امریکا ډیر زیات تاثیر لری، امریکا انتظار کوی چې د ګډ حکومت مشران عمل کې څه وکړی، ځکه هغوئ خپل ستراتیژیک ملګری پاکستان په هیڅ ډول له لاسه نه ورکوی.
امریکا پاکستان ته په سېمه کې د یو نفوذی هیواد په توګه قایل دی، دا ډول سعودی عربستان هم په سېمه کې د پاکستان نفوذ غواړی، نو په دغسی حالت کې به غنی ته مشکله وی چې پر پاکستان خپلې غوښتنې ومنی.
پاکستان خپلې موخې ترلاسه کړې
پاکستان به په امریکا کې د غنی په ځینو خبرو ناخوښ وی، او پاکستان له غنی سره د سولې پروسې تر نوم لاندی فکر کوم خپل ځنی مهم اهداف ترلاسه کړل:
۱-دا چې طالبانو د کورنۍ جګړې د مخنیوی له پاره د امریکا او بین الافغانی تفاهم او مذاکراتو له پاره تګلاره جوړه کړی وه، هغوئ غوښتل چې د افغانستان جګړه پای ومومی، اوس چې پاکستان دعوه کوی چې طالبان به دوی خبرو ته کینوی، فکر کیږی طالبان به نور د خبرو میز ته کښې نه نی، ځکه اوس که طالبان په خپله خوښه هم بین الافغانی تفاهم غواړی، خو عام ولس او نړیوال به وایې چې پاکستان دا کار وکړ، او دا خبره به هم کیږی چې طالبان په رښیتا د پاکستان لاسپوڅې دی؛
دوېم: هغه اعتماد او باور چې د کرزی د حکومت پر مهال له هند سره جوړ شوې ؤ، هغه هم د غنی د سولې د پروسی له امله زیانمن شو، بیا به هند پر افغان او ځانګړې ډول پښتنو مشرانو باور ونه کړی؛
درېم: د منځنۍ آسیا او ځینو نورو هیوادونو اسلامپال وسلوال چې په وزیرستان او د پاکستان سرحدونو کې میشت ؤ هغوئ د ګډ حکومت او پاکستان د سولې مذاکراتو او تګ راتګ په مهال افغانستان ته را واوښتل.
پرته له شکه چې پر یمن د سعودی او متحدینو حمله یې د افغانستان په ګټه ده، پاکستان به اوس د سعودی خوا نیسی، ایران او امریکا به پر پاکستان بې باوره کیږی. دا ډول دا هم ممکن ده چې پاکستان له سعودی سره په دغه یاده جګړه کې په رښتونی او قوی ډول ونه دریږی. بیا به د سعودی اعتبار هم پری کم شی، او که د زړه له کومی ورسره ودریږی نو د امریکا او ایران سره به ستونزه پیداکړی.
دا چې په عراق کې د امریکایې پوځیانو له وتلو وروسته حالت ډیر خراب شو، یو عامل داهم کیدای شی چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو په ایستلو کې زړه نازړه دی.
بل لورته ته په اوکراین او سوریه کې د امریکا او روسیې ستونزه ده، له همدې امله به هم امریکا غواړی چې په افغانستان کې خپل پوځیان وساتی.
د ایران او امریکا د اټومې وسلو پر سر خبرو هم دادی مشروط نتیجه ورکړه، بل لورته سعودی هم د اټومې وسلو جوړولو خبرداری ورکړی
پورته خبرو ته په نظر کې نیولو سره سړی ویلای شی چې په افغانستان کې به جنګ روان وی، سوله نه کیږی، دوه کلونه چې تر کومه اوباما په واک کې وی، ارګ به د غنی له پاره خوندی ځای وی، د اردو او پولیسو معاش او مصارف به په نورمال ډول تر دوو کلونو د غنی حکومت ته ورکول کیږی، د ولایتونو مرکزونه ممکن سقوط ونه کړی.
د دانګام جګړه یو ښه مثال دی، افغان امنیتی ځواکونو ونه شوای کولای چې طالبان له دانګام څخه په شا کړی، کله چې د امریکا هوایی ځواک کومک ورته ورسیدی، طالبان یې په شا کړل.
د پاکستان او ګډ حکومت سره د امریکا تګلاره لاهم سوال دی؟
اوس اوس داخبری کیږ ی چې د آی ایس آی او پاکستانی پوځ تر منځ د افغانستان پر مسئله د نظر اختلاف شتون لری، په لاهور کې د عیسویانو پر کلیسا برید، او ممکن همداسی نور بریدونه هم وشی، نښې نښانی داسی دی چې ممکن پاکستان له غنی سره تر پایه د پوځ ژمنه شوې خبرو او تګلاری ته وفاداره پاتې نه شی.
کرزی هم ورته کار وکړ، همدا هیله یې وه چې امریکا به له پاکستان سره خبره سمه او خلاصه کړی، خو چې ونه شو، بیا نو کرزی د امریکا خلاف هم خبرې پېل کړی.
اشرف غنی د  کرزی په ډول نه دی، کومې وعدې چې راحیل شریف او آی اس ای ورسره کړی، په  راولپنډۍ کې یې  دوه په دوه خبری  وکړی، که پاکستان پر خپلو ژمنو ودریدی، غنی ورته له ډیرو شیانو تیریږی، ډیورنډ او هندوستان هم ورته مهم نه دی.
تازه معلومات ښیی چې پاکستان غنی ته وړاندیز کړی چې د افغانستان په هره قول اردو کې پاکستانې جنرالانو ته د پاکستان – افغانستان ګډو عملیاتود تنظیم او انسجام له پاره ځای ورکول شی، داسی معلومیږې چې پاکستان د دې له پاره خپل شرایط درنوی چې نور غواړې د سولې په نوم له پروسې وتلو له پاره بهانې او غوښتنې غټې کړی. چې افغانستان به بیا دغه ډول غوښتنې نه منی، او پاکستان به ووایې چې تاسی زموږ غوښتنې نه منئ نو موږ هم طالبان نه شو کینولای.
تر اوسه لاهم پاکستان ولسمشر غنی ته وعده ورکوی چې طالبانو به خبرو ته کینوی، مګر وخت ته اړتیا شته.
غنی امریکا ته وایې بی له تاسو افغانستان نه کیږی، که پاکستان خپلې پخوانی پالیسی ته دوام ورکوی، غنی ورسره ټکر کوی، دی مطمئن دی چې تر ۲ کلونو ارګ څوک ورنه نه شی نیولی امریکا مطمئن کړی.
که پاکستان پوه شی چې امریکا لوبه کې ګډ شو، لوبه یو ډول او که افغانان وی بل ډول لوبه کوی.
سوله مشکل ده، تریخ واقعیت دی، د کال، دوو  خبره  نه ده، دلته به جګړه روانه وی.
که د ګډ حکومت مشران وتوانیږې چې په دولتی نظام کې اصلاحات راولی، ممکن امریکا د سولې پروګرام ته زړه ښه کړی، بیا به له طالب او پاکستان څخه هم غوښتنه وکړی چې له افغانستان څخه عراق مه جوړوئ.
که ګډ حکومت ونه شی کولای چې مثبت بدلون راولی بیا به همدې حکومت ته امریکا وایې چې تاسی او طالب خپل منځ کې ښه سره پوهیږئ، موږ مداخله نه کوو. لکه د کرزی د حکومت پر مهال چې یې ویل.
ډیری شنونکی په دی نظر دی چې غنی به ونه شی کولای چې له امریکا سره کړی وعدی پرځای او هغه خبرې چې یې کړی هغوئ ته به د عمل جامه ور واغوندی.
همدا اوس د ټاکنو د اصلاحاتو کمېسیون د مشرې شکریې بارکزۍ او د دغه کمیسون د غړو پر سر د غنی او عبدالله جنجال دی.
دا ډول له سعودی عربستان څخه د غنی د ملاتړ اعلان او د عبدالله مخالفت هغه څه دی چې د نظر اختلاف او خپلمنځی ستونزه د ارګ دننه شتون لری.
د ترکی او امین کمونسټ پلوه حکومتونو د اختلافاتو پر مهال هم روسان په افغانستان کی ؤ، خو هغوئ کامیاب نه شول چې د دوی خپلمنځی اختلافات ختم کړی، اوس هم امریکا ممکن د ګډ حکومت خپلمنځی اختلافات له منځه یوړلای نه شی. دا احتمال هم ډېر لرې نه شو ګڼلای چې امریکا به خپله هم نه غواړی د ګډ حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ لانجه راکمه کړی.
نږدې ۶ میاشتی کیږی، حکومت په ټپه ولاړ دی، هیڅ نشته،  د نویو ټاکل شوې والیانو غوغا واوریدل شوه چې په ولایتونو کې د خپلمنځې اختلافاتو او په حکومت کې د دخالت له امله کار نه شی کولای.
دګډ حکومت مشرانو  هر هغه څه چې امریکایان پری  خوشالېدل، دوی یو ګام مخکې تلل لکه خلقیانو او پرچمیانو چې د روسانو د خوشالی له پاره ورته کارونه کړی وو.
په سیاسی لحاظ د غنی او عبدالله سفر لاسته راوړنه درلودله، دا چې دا ټولې امنیتی، سمه ییزې او نړیوالی ستونزې وجود لری ، دا جګړه یواځی زموږ نه ده، نړۍ او سېمې ته ګواښ دی. داخبری یې د دی له پاره وی چې د امریکا او نړیوالو ملاتړ ترلاسه کړی.
پای بیا هم جګړه…
ولسمشر غنی دواړه لاری په بشپړ ډول سره کاروی،  جنګ  او  د ده له نظره د سولې عملی هڅې.
د پاکستان په اړه یې شکونه او هیلې ښودلی، وایی یا به دواړه لامبو وهو او یا به دواړه غرقېږو.
خلاصه دا چې هیواد به په جګړه کې پاتې وی، جګړه به د هیواد شمال لورته غزول کیږی، د سولې تش په نامه هڅې به همداسی دوام لری، او خبره به وچ زور ته دریږی، وخت به وښیی چې کوم لوری وړونکی کیږی، امریکا به د اوسنی حکومت ملاتړ کوی، او روسان ممکن په غیر مستقیم ډول په درېم لاس د طالبانو د دریځ او موقف نه ملاتړ په سیمه ییز ډول وکړی.

هیچ نظری موجود نیست: