د طالبانو یو مهم قوماندان مولوی منصور داد الله چې ډیر وخت
کیږی د ده په اړه په رسنیو کې ویل کیږی چی له پاکستانن څخه له داعش سره د
یو ځای کیدا په موخه افغانستان ته تللی او حتی ویل شوی په افغانستان کې د
داعش ډلې اصلی مشر دی او په افغانستان کې ېې په عملی ډول کار پیل کړی نن
له تهران راډیو سره د تلیفونی تماس په ترځ کې دا خبر رټ دروغ بللی او هغه ېې د امریکایی رسنیو توطیه او آوازه خپرول وبلل .
نوموړی زیاته کړه چی هیڅ کله به هم د طالبانو له غورځنګه بیل نه شی او د یوه طالب په توګه به مری
منصور داد الله زیاتوی د داعش لپاره په افغانستان کې ځای نه
شته ځکه ټول د ملا محمد عمر تر قیادت لاندې د اشغالګرانو او نیواک ګرو په
وړاندې مبارزې ته دوام ورکوو او تر هغې چې په افغانستان کې بهرنی یرغلګر
پاتې وی طالبان به د خبرو اترو په هیڅ کومه پروسه کې برخه وانه خلی .
د افغانستان د طالبانو دې لوړ پوړی مشر له پاکستانه د ځان د
وتلو په اړه وویل د پاکستان استخباراتی سازمان آی ایس آی له ده څخه نا روا
او د افغانستان د ملی ګټو پر خلاف غوښتنې درلودې .
چې ده ته د منلو وړ نه وې نو له همدې امله ېې پاکستان پریښود
او خپل هیواد افغانستان ته لاړ تر څو د نورو طالبانو په څنګ کې د هیواد د
نیواک ګرو پردیو عسکرو په وړاندې وجنګیږی .
باید ووایو چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم تر ده وړاندې له داعش سره د منصور داد الله یو ځای کیدل رد کړی ؤ .
منصور داد الله داخبر په داسی حال کی کړی چی له یوی خوا په
افغانستان کی د داعش ډلی دفعالیت اوازی ګرمی شوی او له بلی خوابیا افغان
دولت وایی چی ډیر ژربه له طالبانو سره مخامخ خبری پیل شی.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر