۱۳۹۳ مهر ۲۲, سه‌شنبه

د بیان ازادی او د اشرف غنی ځینې پلویان /لیکوال: نظرمحمد مطمئن

خامخا به د ډاکټر اشرف غنی او حکومت صفت کوئ، خامخا به دهغه مثبت ټکی
بیانوئ،خامخا به وایاست چې ډاکټر صاحب سوله راولی، دابه وایاست چې د هیواد
اقتصاد غوړیږی،دابه وایاست چې ډاکتر صاحب له عبدالله عبدالله سره د فیفټی
فیفټی (۵۰ سلنه واک د اشرف غنی او ۵۰ سلنه واک د عبدالله عبدالله) سره
هیواد له بحران څه وساتی. فیفټی مې ځکه ولیکل چې د دولت هر لوړپوړی او ټیټ
پوړی رشوت خوړونکی کارکونکی له دغې غربی اصطلاح سره بلد دی.
هو
دابه هم وایاست چې امنیتې تړون پرځای کار وشو، دابه هم په پټو سترګو منئ چې
دا تړون دوه کاله د امنیت په برخه کې دی، او پاتې اته کاله یې د اقتصادی
تړون برخه ده، اصل کې دا د افغانستان د اقتصاد له پاره شوی، نور نو حق نه
لرئ چې پوښتنه وکړئ چې څه ډول امکان لری چې امنیتې او اقتصادی تړون سره
یوځای شوی؟ او کومه ماده ده چې دغه تړون دوه کاله وروسته هر لوری لغوه
کولای شی؟ هیڅ حق نه لرئ چې د ولسمشر پلویانو څخه دغه پوښتنه وکړئ، ځکه
ولسمشر همدا ویلی دی. دا هم معلومه نه ده چې داخبره خپله ولسمشر کړی یانه
؟
 نور دلته ولولی 

هیچ نظری موجود نیست: