۱۳۹۳ مرداد ۱۷, جمعه

ملي حکومت، که د قدرت وېش!/لیکوال : محمد انور اندړ



د ادبپوهانو له نظره د د داستان ليکوال قوت دا دی چې د داستان تر پايه لوستونکې غوټه پيدا نکړی شي، او ليکوال داسې ضمني حادثې اجاد کړي چې مخاطبن تر پايه په تلوسه کې وساتي.
د انتخاباتو د سريال سناريو هم ډېره په دقت ليکله شوې ده، دا دی د سريال څلورمه صحنه پيل شوه خو تر اوسه څوک په دې نه پوهېږي چې وړاندې به څه کېږي!
د انتخاباتي سريال په لومړۍ صحنه کې له څو مياشتو تبليغاتو او هياهوی وروسته، خلکو ته داسې فکر ورکړل شو چې ګوندې انتخابات او هر څه افغاني شول، دا ځل به افغانان پخپله خپل سرنوشت ټاکي، رسنيو د يوې کاذبې فضا د ايجادولو لپاره په پوره شور او قوت ورکړل شوی پلان عملي کړ، خلکو ته يې د انتخاباتو ترسره کول دومره ښايسته کړه چې هر چا خپلې هيلې ورپورې وتړلې.
که څه هم د د هر افغان د زړه غږ دی چې خپله راتلونکې پخپل لاس وټاکي، خو هغه د ضعيف صيب خبره، چې په هند کې يې د يوه بهرني ژورناليست په ځواب کې ويلي و: موږ خپلواک نه يو چې خپل سرنوشت وټاکو، د نړيوالې ټولنې او امريکا چې له هر ديګ نه خوښه وي موږ ته يوه مړۍ په خوله کې را چوي.
د انتخاباتو لومړي ځل ترسره کيدو او د نصاب د کمي په خاطر د دوو مخکښو کانديدانو ترمنځ د ټاکنو دويم دور ته تګ د خلکو په زړونو کې د هيلو نوې ماڼۍ جوړې کړې، او په پوره بې صبرۍ يې خلک د دويمې صحنې د پيل په انتظار کړل.
دويمه صحنه نوره هم جالبه وه، ناکامو کانديدانو هڅه کوله د امتياز په تر لاسه کولو د مخکښو کانديدانو نه له يوه سره ايتلاف وکړي، هره ورځ به د ايتلافونو غونډې روانې وې، انتخاباتو تر ډېره قومي رنګ واخيست، د هر کانديد کمپاينرانو بې له دې چې خپل د قوت ټکې خلکو ته بيان کړي، برعکس به يې خپل سيال په رنګارنګ نومونو ستايه، ان تر دې چې د مرتد کيدو او عيسويت ټاپې يې ووهلې.
دويمه صحنه هم پيل شوه، يو زيات شمېر خلکو په پوره شوق د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړه، په دې صحنه کې د سريال يوه لوبغاړې د پايلو له منلو چورلټ انکار وکړ، بس د تقلب تقلب شعار په زمزمه کولو يې د کابل پر سرکونو خيمې ووهلې، د موازي حکومت ګواښونه يې وکړل، مخاطبين نور هم په تلوسه کې شول چې نور به څه کېږي؟!
دريمه صحنه د جان کېري په راتګ پيله شوه، نومړي له رارسيدو سره سم دواړه لوبغاړي را وغوښتل او پر دې يې قانع کړل چې د قدرت په ويش به د ملت په سترګو کې خاورې ورواچوي، رايه به له سره شمار کړي.
په ملت کې د نا اميديو فضا رامنځته شوه، ځينې په خپله رايه پښيمانه وو، د خپلې ګوتې تورول يې د ځان لپاره شرم وګڼل. خو بيا يې هم د مختلفو اقتصادي او امنيتي بحرانونو له منځه وړلو لپاره دا ايتلاف هم غوره وګڼل.
د رايو له سره شميرولو له ټکني پيل وروسته به کله د يوه لوبغاړي افراد مرور شول کله د بل، د نظارت له بهيره به ووتل، د دغې صحنې د اوج نقطه ډېره جالبه وه، په کميسيون کې ناظرينو يو د بل پوزې ماتې کړې.
دې پيښې خلک نور هم په تلوسه او تشويش کې کړل چې سريال به پر څه او څنګه ختمېږي!
خو دا دی بيا جانکيرې چې د سريال د ډايرکټر مسوول دی، دويم ځل کابل ته راغی، دا ځل يې بيا دواړو لوبغاړو ته د ملت د تېر ايستلو ځينې چلونه وښودل.
که دوه ورځې وړاندې د انتخاباتو په کميسيون کې د څو تنو ناظرينو پوزې ماتې شوې، وهل ډبول يې وخوړل، خو نن دواړه سيال نوماندان داسې خوښ او خندان ول چې فکر کيده د ټولې نړۍ سلطنت ورته سپارل کېږي.
په رسنيو کې اعلان وشو چې دواړه لورې په يوه ملي حکومت سلا شول، خو عجيبه دا ده چې دوی فکر کوي خلک لا تر اوسه د ملي او ايتلافي په معنا نه پوهېږي، که ملي حکومت وي خو بايد د ملت رايو ته احترام شوی وای، او که بې رايو يې د ملي حکومت نوم ورکاوه بايد ټولو لوريو ته پکې سهم ورکړل شوی وای، ټول مخالفين يې هم سلا کړی وای.
خو اوس ټول پوهېږي چې نه انتخابات افغاني پروسه وه، نه ملت واک درلود، کوم څه چې د ملي حکومت په نامه اعلان شول، ملي نه بلکې د امريکا په مستقيمه مداخله د سيالو لورو تر منځ د قدرت ويش ورته ويلی شو.
 د دغه سريال سناريو لا له مخکې په امريکا کې ليکله شوې ده او لوبغاړي هم د سناريو مطابق تمثيل کوي، خو دا خبره لا هم خور او بيچاره ملت ته معلومه نه ده چې دا سريال به کله ختمېږي او نورې به لا کومې نادودې وينې.


هیچ نظری موجود نیست: