۱۳۹۳ تیر ۲۸, شنبه

اردوګان: د اسراييلي ظلمونو په اړه د لويديځ خاموشي نوی صليبي ايتلاف دی

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان وايي، چې پر غزه د اسراييلي بريدونو او تېريو په اړه د لويديځې نړۍ خاموشي نوی صليبي ايتلاف دی.
اردوګان پرون د جمعې په ورځ د ترکيې بورصه ښار کې د خطيبانو يوې غونډې ته په خپلو خبرو کې و ويل، چې د لوديځې نړۍ پټه خوله د دوی پر لمن تور داغ دی او دا کار د غرب راتلونکې لپاره هم خطرناک دی.
اردوګان وايي، چې اسراييل دا دعوه کوي، چې د غزې لخوا پر دوی توغنديز بريدونه کيږي او دا هغه توغندي دي، چې هوا کې خنثا کيږي او تر اوسه پکې يو اسراييلی هم نه دی وژل شوی.
اردوګان وايي، چې اسراييل درواغ وايي او د جګړې لپاره هيڅ دليل نه لري.
پر اسلامي نړۍ غږ
اردوګان له اسلامي نړۍ وغوښتل، که د اسراييلي بريدونو په اړه يې جدي ګام پورته نکړ، پر غزه به د اسراييلو بريدونه نور هم زيات شي.
نوموړي زياته کړه، چې اسراييلو سره د خبرو اترو لپاره بايد حماس مسؤول جهت وي، نه مصر.
اردوګان پر اسلامي نړۍ هم غږ وکړ، چې د اسراييلو پر ضد لاسونه سره يو کړي، کنه ستونزې به ډېرې شي او حالات به بيا د دوی له کنټروله وتي وي.
اردوګان زياته کړه، چې دمګړۍ اسراييلو سره د دوی اړيکې صفر درجې ته رسيدلي او تر څو، چې اسراييل د دوی غوښتنې ونه مني، هيڅکله به ورسره اړيکې ونه رغوي.
اردوګان و ويل، چې اسراييلو غزه کې د فلسطيني مسلمانانو ټول وژنه پيل کړې او اسراييل د حماس او محمود عباس په مشرۍ الفتح ګوند سره د ګډ حکومت جوړولو څخه وېره لري.

هیچ نظری موجود نیست: