۱۳۹۳ مرداد ۵, یکشنبه

دنیکمرغه کوچنی اختر په مناسبت دطالبانو دمشر پیغام

دنیکمرغه کوچنی اختر په مناسبت دطالبانو   مشر ملامحمد عمر مجاهد دخپل رسمی ویب سایت الاماره له
لاری یو پیغام خپور کړی حقیقت نیوز دملا محمد عمر ددغه پیغام مهم ټکی بی له کومی لاسوهنی را اخستی .
دطالبانو مشر ددغه پیغام په لمړی برخه کی په هیواد اوسنی نظامی وضعیت دخپلو افرادو په ګټه بللی او ویلی یی دی :لحمدلله د هېواد په سطحه نظامی وضعیت دمجاهدینو په ګټه دی، لومړی د الله جل جلاله په نصرت، او بیا د مجاهدینو او ولس د بې ساری قربانیو په برکت له پراخو سیمو د اشغالګرو ټغر ټول شوی، په ښاری سیمو کې د دښمن مهم مراکز تر بریالیو بریدونو لاندې راغلی، په مفتوحه سیمو کې د افغانستان د اسلامی امارت حاکمیت او اداره د پخوا په نسبت قوی شوې، د مجاهدینو صفوف د هرکله په نسبت منسجم، فعال او متحد دی. خو د تاسف ځای دا دی چې دښمن د ولس له ځینو ناخبرو او غافلو بچیانو څخه د خپلو شومو موخو د تر لاسه کولو لپاره د وسیلې په توګه کار اخلی! خپله د جګړې له ډګر څخه په شا کېږی، او هغوی را مخې ته کوی! زه په ټولو عسکرو، پولیسو او په عام ډول په ټول مخالف صف غږکوم چې د خپل ولس پر خلاف د اشغالګرو د موخو لپاره ځانونه مه تباه کوئ! راشئ د خپل ولس په څنګ کې د اسلامی امارت له مجاهدینو سره یو ځای د ګډ دښمن پر خلاف مقدس جهاد وکړئ! چې د دنیا او آخرت سعادت مو په برخه شی!
ملا محمد عمر مجاهد دهیواد له علماوو او متنفذینو غوښتی ترڅو  هغه ناخبره ځونانان وپوهوی چی دده په وینا ددښمن په لیکو کی ددښمن له لوری استعمالیږی همدا راز ملا محمد عمر له خپلو انډیوالانو هم غوښتی چی باید له هغو اشخاصو سره چې د دښمن له لیکو را جلا کیږی دافغانستان داسلامی امارت د پالیسۍ سره سم د خواخوږۍ برخورد وکړی، هغوی ته هرکلی ووایی، او د هغو با احساسه افغانانو د قهرمانۍ قدردانی وکړی او ویې نازوی چې په دښمن بریدونه کوی او بیا جهادی صف ته راځی .
ملا محمد عمر اخند وایی :له مجاهدینوسره د ولس همکاری او د اعتماد کچه نوره هم زیاته شوې ده، زه دمجاهدینو په نمایندګۍ له خپل په دین او هېواد مین ولس څخه مننه کوم او د مخلصانه ملاتړ په بدل کې له الله تعالی څخه ورته سرلوړی، سوکالی او د دارینو سعادت غواړم .
ملا محمد عمر دخپلو ملکی او نظامی لاس ته را وڼو په باب په خپل بیغام کی لیکلی :
د نظامی ډګر په څېر په نورو برخوکې هم د اسلامی امارت فعالیتونه د پرمختګ او نوښت په حالت کې دی، د معارف، صحت، اقتصاد، قضاء، دعوت او ارشاد، فرهنګی فعالیتونو، د شهداوو او معیوبینو، له مؤسساتو سره په کاری ساحه کې د تفاهم او کنترول، د بندیانو د چارو او ملکی تلفاتو د مخنیوی په برخو کې ستر خدمتونه سرته رسول شوی، په داسې حال کې چې له الله تعالی څخه یې مسؤلینو او نورو کار کوونکو ته د هرې هڅې په مقابل کې لوی اجرونه غواړم، د لا ښه پرمختګ او اغیزمن فعالیت هیلمن یم.
د افغانستان د اسلامی امارت د سیاسی دفتر د هلو ځلو له امله چې زمونږ له لارښوونو سره سم خپلې چارې پر مخ وړی، اسلامی امارت په نړیواله او کورنۍ سطحه سیاسی وجاهت ترلاسه کړی، ډیر هغه جهتونه چی مخکی یې له موږ سره مخالفت درلود، اوس اسلامی امارت د یو واقعیت په حیث منی، په دې لړ کې د اسلامی امارت د سیاسی استازو د هلوځلو په پایله کې له امریکا سره د بندیانو تبادله یوه ښه لاسته راوړنه وه.
د یرغلګرو په لاس د کابل نصب شوې اداره له هر اړخه له ناکامۍ سره مخ ده، تر دې چې د خپلو بهرنیو تمویلوونکو او داخلی پلویانو باور یې له لاسه ورکړی، په اداری فساد، دځمکو په غصب، د ولسی شتمنیو په چور او تالان کې یې لومړی مقام ګټلی!
د ټاکنو په نوم روانې جعلی پروسې د کابل اداره او غربی دموکراسی لا له رسوایی سره مخامخ کړله، په حقیقت کې له نوموړې پروسې څخه د اشغالګرو او د هغوی د داخلی ملګرو هدف افغانانو ته دا ښودل وو، چې بدلون راغلی، خو افغان ولس له پیله د دښمن په موخو پوهیدی؛ ځکه خو اکثریت ولس نوموړې پروسه تحریم کړه، اوس دا دی ټولو ولیدل چې د ټاکنو او د خلکو د رایې خبرې د شعار په توګه د ولس د غولولو، او تر منځ یې د قومی، سمتی، ژبنیو، او نورو کرکو او نفرتونو د را منځ ته کولو لپاره کېدلې، ټول وینو چې زمونږ له وړاندوینو سره سم د تېر په څېر دا ځل هم د انتخاباتو په نامه لوبه امریکایی انتصابات شول! واک اوس هم د اشغالګرو په لاس کې دی، هر څه چې هغوی وایی په داخلی ملګرو یې منل پرته له دې چې د هېواد او ولس ګټې په پام کې ونیسی، لازمی دی.
موږ امریکایی او هغو اروپایی حکومتونو ته چې په افغانستان کې پوځیان لری یا په راتلونکی کې دلته دخپل سیاسی نفوذ یا نظامی اډو د ساتلو فکر لری وایو، چې افغانان پریږدئ ترڅو له خپلو دینی او ملی غوښتنو سره سم یو خپلواک اسلامی حکومت جوړکړی، که تاسو له دوی څخه د حکومت جوړولو دغه حق سلبوئ، دا نه یوازې ظلم او د انسانی نورمونو پایمالول دی بلکې ستاسو لپاره به یې پایلې هم یوازې هغه وی چې په تیرو دیارلسو کلونو کې مو ولیدلې، تاسو به اوس دا حقیقت درک کړی وی چې افغان ولس چې تاریخ یی داسلام او خپلواکۍ لپاره له مبارزو ډک دی، هېڅکله به د پردیو په لاس جوړ شوی حکومتونه ونه منی.
زموږ په باور دافغانستان جګړه هغه وخت پای ته رسیدلی شی چې ټول بهرنی اشغالګر له افغانستان څخه ووزی او دلته یو سپیڅلی اسلامی او خپلواک نظام حاکم شی، د دوی د محدودو عسکرو پاتې کېدل تر هر عنوان لاندې چې وی، د اشغال او جګړې د دوام په معنی دی؛ ځکه هېڅوک په خپله خاوره کې یرغلګر ځواکونه نشی زغملی.
هغو کسانو ته چې له اشغالګرو سره دامنیتی تړون د امضاء کولو فکر لری وایو چې د اشغال د اوږدیدو او د جګړې د اسبابو د تمدید له چارو دې لاس واخلی، زموږ په هیواد کې د اشغالګرو شتون د هېچا په ګټه نه دی، د جګړې له اوږېدیدو سره، د سیمې او هېواد امنیت نور هم خرابېږی، په ځانګړی ډول په هېواد کې د اسلامی نظام، سیاسی استقلال او ځمکنۍ بشپړتیا د نشتوالی، د کلتوری یرغل د پراخېدو او دراتلونکو نسلونو د تباهۍ لامل ګرځی.
نړیوالو او ګاونډیانو ته د تیر په څیر یوځل بیا ډاډ ورکوو، چې زمونږ مبارزه دیو اسلامی خپلواک نظام او د خپل هېواد د خپلواکۍ لپاره ده، موږ د ګاونډیو، دسیمې او نړۍ هیوادونو په چارو کې نه، دمداخلې او ضرر رسولو اراده لرو او نه یی ضرر رسونکی دریځ زغملای شو، او له دوی نه هم د ورته دریځ غوښتونکی یو، او په ټولو سرحدی سیمو کې په مېشتو مجاهدینو غږ کوم ، چې د خپلو پولو ساتنه وکړی او له ګاونډیو هیوادونو سره دمتقابل احترام پر بنسټ ښه تعلقات وساتی.
د منځنی ختیځ د پیښو او تحولاتو په اړه باید ووایم چې نړیوال قدرتونه دې دسیمې ولسونه پریږدی ترڅو خپلو مشروعو ارمانونو ته ورسیږی، دا د توجیه وړ نه ده چې ولسی پاڅونونه د تروریزم په بې معنی الزام تورن شی او بیا د بمونو ترباران لاندې ونیول شی، او یا دی بندیخانې پرې ډکی شی په دا ډول کړنو هیڅوک د کوم ولس اراده نه شی ماتولی، دا چی دروژې په دې مبارکه میاشت کې د اسرائیلو غاصب رژیم په سلګونو مظلوم فلسطینیان شهیدان، زخمیان او بې کوره کړل موږ دغه وحشیانه عمل په کلکو ټکو غندو او په ټوله نړۍ په ځانګړی ډول اسلامی نړۍ غږ کوو چی د داسی ښکاره مظالمو په اړه پټه خوله پاته کیدل لویه بې انصافی، او د ټولو په تاوان دی، باید د دا ډول سترو ظلمونو د مخنیوی لپاره عملی او ګړندی ګامونه پورته شی، تر څو دسیمې او نړۍ امن نور خراب نشی.
د اسلامی امارت زړورو مجاهدینو!
دا ستاسو دینی او ملی وجیبه ده چې د خلکو د هوساینې او زړه ساتلو لپاره زیار وباسئ، له غرور، کبر، او پرته له شرعی دلیل څخه له وسلې او زور څخه کار اخیستل، د ولس ګواښل، ویرول او ځورول، د هغوی سر، مال او عزت ته تاوان رسول هغه ستر جنایت دی چې د ارتکاب له امله به یې نه په دنیا او نه هم په آخرت کې له محاسبې خلاص شئ، د خلکو په وړاندې ستاسو اخلاق باید یوازې زغم، تواضع، بردباری، ایثار او متقابل احترام وی، باید په یاد ولرو چې الله تعالی زموږ ظاهری شعار او صورتونو ته نه ګوری بلکې زموږ زړونو او اعمالو ته ګوری، چې د خلکو په وړاندې له کومو اخلاقو کار اخلو.
مجاهدین باید د اسلامی امارت تر واک لاندې سیمو کې د عدالت او امنیت د رامنځته کولو لپاره مخلصانه هڅې وکړی، د غلو ، قطاع الطریقو او مخربو اشخاصو مخه ونیسی او ولس ته د امن او هوساینې فضاء برابره کړی.
د جهادی عملیاتو په مهال باید د ولس د سر او مال پوره خیال وساتئ تر څو خدای مکړه متضرر نه شی، د ملکی تلفاتو د مخنیوی لپاره ټاکل شوې اداره هم باید خپلې مهمې وظیفې ته په ټول جدیت سره متوجه اوسی، ترڅو د ملکی تلفاتو مخه ونیول شی.
مجاهدین باید په یاد ولری چې د نړیوالو یرغلګرو په وړاندې زموږ استقامت او بریالیتوب یوازې د الله تعالی په رسۍ د منګولو ټینګولو برکت دی، مجاهدین باید همداسې د اطاعت په چوکاټ کې د الله تعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او خپلو امیرانو اطاعت ته دوام ورکړی، له نفاق، اختلاف او تعصب څخه ځان وساتی، د اتحاد ، ورورولۍ او خپل منځی باور مزی نور هم باید ټینګ کړی، او د دښمن په وړاندې جهادی صف د بنیان مرصوص په شان نه ماتیدونکی وساتی.‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍
مجاهدو هیوادوالو!
دا چې هیواد مو د خپلواکۍ او آزادۍ په درشل کې دی، باور لرو چې الله تعالی به د یرغل او ظلم ماتولو د ویاړ په څېر، د یوه هوسا او بسیا اسلامی نظام نعمت هم پر افغانانو ولوروی.
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر افغان یې د خدمت حق لری، اسلامی امارت به داسې یو نظام را منځ ته کوی چې په هغه کې د افغانی ټولنې ټول توکمونه، پرګنې او ډلې خپل ځان وګوری، او هیڅوک د پردیتوب احساس ونه کړی، په اقتصادی برخه کې له نړیوالو مرستو نه په استفادې سره یې ترکیز په زراعت ،مالداری او د معادنو په استخراج وی، زیربنایی، انکشافی او تخنیکی سیستمونو ته جدی پاملرنه وکړی، داسې یو نظام چې د ټولنې خادم وی، او په ټولو تعلیمی، تربیوی ، فرهنګی، اجتماعی، عمرانی او انکشافی برخو کې د عدالت او شفافیت په رڼا کې د هېواد او ولس خدمت ترسره کړی.
اسلامی امارت لکه څنګه چې د اسلامی نظام نفاذ د دنیا او اخرت د ښیګڼو ضامن بولی، د همدې نظام د ټینګښت، پایښت او یو مضبوط هیواد او پیاوړی ملت د په خپلو پښو درولو او غنی کولو لپاره د ساینس، ټیکنالوژۍ، بشری علومو، د نویو او مثبتو لاسته راوړنو خپلول او ترویج یو حیاتی ضرورت بولی، په دې برخه کې چې د اسلامی امارت په خلاف کوم تبلیغات کیږی یا د تعلیم د مخالفت تور ورباندې پورې کیږی موږ یی په کلکه ردوو، اسلامی امارت د علم زده کړه یو دینی فرض بولی، او د ښځو او نارینه وو لپاره د شریعت په چوکاټ کې د ټولو هغو حقوقو قایل او پرې قانع دی، چې د اسلام مبارک دین ورکړی دی، او عملی کولو ته یې ځان ژمن بولی.
په پای کې یو ځل بیا د اخترمبارکی درته وایم الله تعالی دی توفیق درکړی چی د خوښیو په دې مبارکو ورځو کې په ځانګړی ډول د بی وزلو او غمجنو کورنیو لاس نیوی وکړئ، د یتیمانو پر سر د شفقت لاس تیر کړئ، د شهیدانو، بندیانو او مهاجرینو له کورنیو سره مرسته وکړئ او د بندیانو او زخمیانو پوښتنه، خدمت او حوصله افزایی وکړئ .

هیچ نظری موجود نیست: