۱۳۹۳ تیر ۲۸, شنبه

د ټاکنو پايلې که د پشوګانو پنير؟!/لیکوال محمد انور اندړ

وايي یو وخت دوو وږو پیشوګانو د پنیر کومه ټوټه پیدا کړه، خو پر تقسيم يې نه سره جوړيدلې، اخير په دې سلا شوې چې
مشرې پيشو ته به يې وروړي او هغه به يې منصفه شي. کله چې يې مسئله مشرې پيشو ته وړاندې کړه، مشري پيشو تر څو ځله د خوښۍ ميو ميو وروسته تله راوخيسته، پنير يې دوه ټوټې کړ، نيم د تلې په يوه پله او نيم په بله پله کې واچاوه، خو يوه پله درنه شوه، نو مشرې پيشو پر درنې پلې حمله کړه، يوه ښه غټه ګوله يې له پنیر څخه وکړه، دا ځل هغه بله پله درنه شوه، بیا له هماغې بلې پلې سره همداسې وکړل لنډه دا چې پنیر تمام شو، دواړه وږي پيشوګانې همداسې پاتې شوې. د ټاکنو په اړه پراخ تبليغات لکه؛ په دې ځل ټاکنو کې واک ټول له افغانانو سره دی، يوه افغاني او قانوني پروسه ده، دا یوه تاريخي لاسته روړنه ده چې افغانان پخپله خپل ولسمشر ټاکې، د ټاکنو د خپلواک کميسيون ټول غړي افغانان دي، افغانستان له يوه تاريخي او حساس پړاوه تېرېږي. دا او دې ته ورته تبليغات دومره خپاره شول چې په ريښتیا يې هم د ټولو خلکو په زړونو کې نوې هيلې راتازه کړې، د طالبانو له ګواښونو سره سره بیا هم خلکو تر يوې اندازې هڅه وکړه چې په ټاکنو کې برخه واخلي، د ټاکنو د پايلو له اعلانه وروسته چې کله ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې لا نور هم تبلیغات قوي شول، او خلکو ته نورې هيلې هم پیدا شوې چې ګوندې ريښتیا دا پروسه افغاني شوې ده، هغه ده ټاکنې د نصاب له نه پوره کيدو سره سم د قانون مطابق دویم پړاو ته لاړې! دویم ځل ټاکنې نورې هم په زور کې وې، دا ځل خو آن خبره قوميت او ديانت ته ولاړه، داوړ خواو هیڅه کوله چې د خپلو سيمو خلک د قوميت پر بنا تشویق کړي چې رايه ورکړي، که يوه کانديد د افشارو د فاجعې فلم او صحنې د تبليغاتو په توګه وکارولې، بل لورې آن تر دې پورې تبليغات وکړل چې مقابل لوری يې بيخې به کفر او عيسویت متهم کړ. دويم ځل هم ټاکنې وشوې، د انتخاباتو د کميسيون د وينا په بنسټ په دويم ځل ټاکنو کې شاوخوا اته ميليونو خلکو ګډون وکړ، ټاکنې تر سره شوې، د رايو دیګ په اور کيښودل شو خلک يې پخيدو ته منتظر شول. د ټاکنو د قسمي پايلو د اعلان ورځ را ورسيده، خو خلک بیا هم منتظر پاتې شول، ځکه يوه لوري د ټاکنو له پايلو چورلت انکار وکړ، ادعا يې کوله چې تقلب يې کړی دی، د ټاکنو کميسيون هم د قسمي پايلو له اعلانه تېر شو، د لانجې د حل لپاره د يوناما پښه کميسیون ته راښکله شوه، خو د يوناما جادو هم تاثير ونه کړ دعوا کوونکی لوری پخپله خبره ټينګ پاتې شو، او د تقلب تقلب يې زمزمه کول. په کابل او يو شمېر نورو ولايتون کې يې مظاهرې وکړې، پر سرکونو يې خيمې ووهلې. لنډه دا چې د لومړنيو پایلو د اعلان ورځ را ورسيده، د ټاکنو له لومړنیو پایلو معلومه شوه چې اشرفغني مخکښ او عبد الله عبد الله وروسته پاتې دی. د احتجاجونو لړۍ يې نوره هم سخته کړه، د موازي حکومت ګواښونه يې وکړل، په مختلفو سيمو کې يې عکسونه پورته شول چې ډاکټر عبد الله د خلکو منتخب ولسمشر دی. خو له دې ټولو بې شرمیو او اختلافونو سره سره يې دا ګواښ هم وکړ چې پر ارګ به حمله کوي یعنې د یوې کودتا له لارې به ځان قددرت ته رسوي، په همدې اختلافاتو کې جان کيري ځان کابل ته راورساوه، په ظاهر کې يې خلکو داسې وښووله چې نوموړی لانجې مجبور کړی چې راشي او حل يې کړی، خو په اصل کې لانجه پخپه د همدوی په لارښوونه روانه وه، ځکه دوی همدې ته انتظار وو چې څنګه راتلونکی حکومت هم خپل پوره غلام کړي. جان کيري دواړه کانديدان راوستل او د رايو تله يې کيښوده، چې هره خوا به درنيدله بس د هغې پیشو په څېر به یې یوه يوه ګوله ورنه کوله، تر هغه وخته چې د رايو دروندوالی له منځه لاړ او د تلې دواړه پلې تشې شوې. جان کيري د کميسيون د اعلان کړې شمېرې پر اساس يې د اته ميلیونو خلکو او اساسي قانو په نس کې پښه ورکښوده، د خپلې خوښې سره سم یې ناکام او کامیاب دواړه بريالي اعلان کړل، کاندیدان سره غاړه غړی شول، د ملت دې الله مل شي.

هیچ نظری موجود نیست: